fbpx

پاکستان ۱۵ مياشتنی پښتون ماشوم په ترهګرۍ تورن کړ

پاکستان کې د پښتنو له نومه دومره کرکه روانه ده، چې اوس پکې آن پنځلس مياشتنى ماشوم هم په ترهګرۍ تورن شوى دى او پوليسو يې په کور درې ځله چاپه هم وهلې ده.

د مشال راډيو د يوې ويډيويي راپور تر مخه، دا پېښه په کوټه کې شوې ده، چې د ماشوم عمر اوس مهال دوه نيم کاله دى او پلار يې وايي، چې په لومړي ځل چې پوليسو د دوى په کار د ده د زوي د نيولو لپاره چاپه ووهله، هغه مهال يې زوي ١٥ مياشتې عمر درلود.

علاو الدين اڅکزى وايي، پوليسو يې د پنځلس مياشتني زوي بلال پر ضد پرچه کټ (ايف آى ار) ليکلى او پکې يې ويلي دي، چې په دوى يې ډزې کړي دي او تښتېدلى دى.

د کوټې اوسېدونکى علاو الدين اڅکزى وايي، چې هر ځل يې پوليسو ته ويلي، چې زوى خو يې خبرې هم نه شي کولاى، نو بيا به پر تاسې ډزې څنګه وکړي، خو په وينا يې چې پوليس يې خبره نه مني او بيا يې په کور چاپه ووهي.

کله چې دا خبره رسنيزه شوه، نو د کوټې پوليسو مشر بيا رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، چې دا پېښه به تعقيب کړي، چې ولې داسې کار شوى دى.

د دې خبر په خپرېدلو سره خلک پاکستاني پوليسو ته ډېر زيات غوسه شوي دي او په ټولنيزو رسنيو په پاکستاني پوليسو زياتې نيوکې روانې دي، چې په نړۍ کې به هېڅ بېلګه د داسې پېښې ونه ليدل شي، چې د يو پنځلس مياشتني ماشوم د نيولو لپاره دې پوليس درې ځلې چاپه ووهي، خو بيا دې هم پوه نه شي، چې دې ماشوم پرې څنګه ډزې کړي دي.

يو تن فېسبوک کاروونکي ليکلي دي، چې هغه چې اوس د پاکستان پوليسو وويني، نو ورته خندا يې راځي، چې دا څه ډول مخلوق دى، چې تل يې د خپل ځان د بې عقله ثابتولو لپاره داسې کارونه کړي دي.