fbpx

له افغانستان د سرتېرو د ایستلو امر نه دی راته شوی

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان وايي، تر اوسه یې له افغانستان د سرتېرو کمولو په اړه رسمي امر نه دی تر لاسه کړی.

شاناهان چې پرون کابل ته په یوه ناڅاپي سفر راغلی و، دغه څرګندونې له خبریالانو سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې د ولسمشر ټرمپ د حکومت موخه دا ده، چې په افغانستان کې رونه جګړه پای ته ورسېږي او سوله وشي.

د هغه په وینا نو تر دې دمه یې د سرتېرو پر ایستلو جدي غور نه دی کړی او نه یې هم په رسمی توګه په دې برخه کې کوم فرمان تر لاسه کړی.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست ویلي، تر هغې چې سوله راځي امریکايي ځواکونه به د افغان پوځیانو تر څنګ ولاړ وي او د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه کوي.

هغه ټینګار کړی، چې سوله د ټرمپ د حکومت لومړیتوب دی او ټول تمرکز پر همدې مسئله دی، ځکه نو تر اوسه د سرتېرو د ایستلو مسئله دومره جدي نه ده مطرح شوې.

یادولو ده، چې د امریکا سرپرست دفاع وزیر پرون له ولسمشر غني، د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د افغانستان د ملي دفاع وزارت له سرپرست اسدالله خالد سره هم ولیدل