fbpx

منظور پښتين: پاکستان د دوی د اندېښنو ليرې کولو لپاره ګام نه دی اخيستی

امريکايي نيويارک ټايمز ورځپاڼې د پښتون ژغورنې غورځنگ په تړاو يو مطلب خپور کړى چې وايي د پي ټي ام غړي له هر احتجاج وروسته د ترهګرۍ په تور نیول شوي.

منظور پښتين ليکلي پاکستاني مشرتابه سره يې ناستې کړي او ځينو جنرالانو ان په علني يا څرگنده توگه د دوى شکايتونه منلي خو د د دوى د اندېښنو لېرې کولو لپاره يې گام نه دى پورته کړى.

مطلب کې راغلي پاکستانى پوځ د مدني حقونو د يوۀ ملاتړي غورځنگ د ځپلو هڅه کوي چې د نه تاوتريخوالي يا عدم تشدد لاره تعقيبوي.

خو پاکستاني چارواکو ويلي چې پي ټي اېم قانوني غوښتنې مني غیري قانوني غوښتنې نه مني او د دوی مهم شرطونه يې پرځاى کړي دي.

د یادولو وړ ده  یوه اونۍ وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ارمان لوڼی په لورلایې کې د پاکستاني پوځیانو له لوې په بې رحمه توګه په شهادت وروسېد چې له هغې وروسته په لر او بر او په ټوله نړۍ کې د پنجاب پر ضد لاریونونه ترسره شول.