fbpx

کابلوف او خلیلزاد په افغان سوله خبرې کوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې ټاکل شوې نوموړی د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د ترکیې په انقره ښار کې وګوري.

ټاکل شوې دا ناسته د فبروري میاشتې په ۲۲مه نېټه ترسره شي. سرچینې د کابلوف له خولې ویلي چې دواړه لوري به د نورو موضوعاتو ترڅنګ په مسکو کې د ترسره شوې ناستې په اړه هم خبرې اترې وکړي.

کابلوف ویلي، که څه هم د طالبانو تګلاره توپیر لري خو دوی غواړي هغوی په ټاکنو کې برخه واخلي. هغه دغه راز ویلي چې طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره واک لري او کولی شي په خپلواکه توګه خبرې وکړي نو دې ته په کتو په راتلونکو ټاکنو کې د هغوی ګډون او ونډه ضروري ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ځینو اروپایي هېوادونو پر سفر بوخت دی