fbpx

د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران ګوښه کېږي

د راپورونو له مخې حکومت د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه نن تصویب او توشیح کړې ده. ددغه طرحې له مخې به د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران ګوښه کېږي او پر ځای به یې نوي کمیشنران ګومارل کېږي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اوسنیو کمیشنرانو تور دی، چې دوی د ټاکنو په مدیریت کې ناکام وو او په دې نه دي بریالي شوي چې شفافې او باوري ټاکنې ترسره کړي.

ولسمشر داسې مهال د ټاکنو کمیسیون تعدیلي طرحه تصویب او توشیح کړې، چې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو پر دغه طرحه نیوکې لرلې. دوی وايي، چې ولسمشر د ټاکنو نوماند دی، نو نه شي کولی چې پخپله خوښه ټاکنیز قوانین تعدیل کړي.

خو حکومت وایي چې په دې اړه د ټولو نوماندانو او څارونکو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.