fbpx

د ټاکنیزو کمېسیونونو مشران او غړي له دندو ګوښه شو

د ولسمشر د تازه فرمان له مخې د دواړو کمیسیونونو رییسان او غړي له دندو ګوښه شوي دي په فرمان کې راغلي چې د کمیسیونونو د دارلانشاه ریئسانو ته دنده سپارل کېږي چې په موقتي توګه د نویو کمېشنرانو تر ټاکل کېدو پورې د کمیسیونونو د چارو څخه سرپرستي وکړي .

راپورونو له مخې حکومت د ټاکنو قانون تعدیلي طرحه نن تصویب او توشیح کړې ده. ددغه طرحې له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو مشران ګوښه شو او پر ځای به یې نوي کمیشنران ګومارل کېږي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو پر اوسنیو کمیشنرانو تور دی، چې دوی د ټاکنو په مدیریت کې ناکام وو او په دې نه دي بریالي شوي چې شفافې او باوري ټاکنې ترسره کړي.

ولسمشر داسې مهال د ټاکنو کمیسیون تعدیلي طرحه تصویب او توشیح کړې، چې پر ټاکنو څارونکو بنسټونو پر دغه طرحه نیوکې لرلې. دوی وايي، چې ولسمشر د ټاکنو نوماند دی، نو نه شي کولی چې پخپله خوښه ټاکنیز قوانین تعدیل کړي.

خو حکومت وایي چې په دې اړه د ټولو نوماندانو او څارونکو ترمنځ اجماع رامنځ ته شوې ده.