fbpx

د مس عينک زون خبريالانو ته د کرکټ پوهاوي ورکشاپ ورکړل شو

د افغانستان د کرېکټ بورډ د ادارې له خوا د مس عینک زون اړوند ولایتونو خبریالانو ته په خوست ولایت کې ورکشاپ ورکړ. په یاد ورکشاپ کې د خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر او غزني ولایتونو د رسنیو اړوندو ٧٥ خبریالانو ته په خوست ولایت کې د کرېکټ بېلابېلو برخو کې پوهاوی ورکړ.

د یاد ورکشاپ په پیل کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیزالله فضلي پیغام واورېدل شو چې په کې راغلي وو” د افغانستان د کرېکټ بورډ تګلاره دا ده چې تر څو د هېواد تکړه خبریالان او په ځانګړي ډول ورزشي خبریالانو ته په بېلابېلو برخو کې پوهاوی ورکړي او له هغو قوانینو او اصولو خبر  شي چې نړیوال خبریالان پرې پوهیږي”

په یاد پروګرام کې برخه والو خبریالانو د رسنیو او کرېکټ بورډ ترمنځ د واټن کمولو لپاره یاد پروګرام ګټور وباله او دا راز یې وویل که د یاد پروګرام په څېر نور پروګرامونه هم په لاره واچول شي  او پوهاوی ورکړل شي نو ورزشي خبریالان به په مسلکي ډول راپورونه هېوادوالو ته وړاندې کړي.

په یاد ورکشاپ کې د رسنیزو اصولو، د کرېکټ مخیني، کمېنټرۍ، افغانستان غوره لیګ، د افغانستان راتلونکو لوبو، کورني کرېکټ، د خبریالۍ اصول، د روزنکو دنده لوبڅارنه، د کرېکټ قوانین، د کریکټ بورډ په سرچینو او د لوبغاړو په غوراوي په تړاو خبریالانو ته لېکچر ورکړ او د ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړل شو.

له یاده دې پاتې نه وي چې کرېکټ بورډ تر دې مخکې د رسنیو څانګې د خپل کلني پلان پر بنسټ په امو، بند امیر ، سپین غر او بوست  زونونو کې ورته ورکشاپونه ترسره کړي دي او په راالونکو کې د ښوونځیو، پوهنتونو ، مدني ټولنو او د ټولن  بېلابېلو قشرونو سره دا لړۍ مخ ته وړي.