fbpx

خلیلزاد: موخه سولې ته رسېدل دي نه د ځواکونو ویستل

د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د امریکا ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدلي دي، نه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتل.

خلیلزاد په يوه ټويټ کې ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلي چې د افغانانو خپل‌منځني خبرې باید په چټکۍ سره پر مخ لاړې شي او لومړيتوب ورکړل شي.

پرهمدې مهال د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د افغانستان د سولې په اړه به یو توافق وشي او که نه؟ ده هم پر ټويټر په پيغام کې ویلي  پرون مو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازي سره وکتل او دا درېيم ځل دی چې له ده سره په تېرو څو اوونیو کې وینو او ناټو به سوله‌یيز حل ته د شرایطو رامنځته کولو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي چې د امریکايي ځواکونو د شتون څرنګوالی د افغانانو ترمنځ د تفاهم او د شرایطو پراساس ټاکل کیږي.