fbpx

د پاکستان کونسلګرۍ د ورځې په لکونه روپۍ کمېشن اخلي

په جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ کې هره ورځ د ویزو په سر له خلکو لکونه روپۍ د کمیشن په نامه اخیستل کیږي چې زرګونه هیواد وال یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د وروستي یو کال راهیسې په ننګرهار جلال اباد ښار کې د پاکستان کونسلګرۍ ته د ورځې شاوخوا درې(۳) زره کسان راځي، چې له دوى څخه یوازې تر زرو ( ۱۰۰۰) شاوخوا کسانو ته د پاکستان ویزه ورکول کېږي او د ورځې نږدې دوه زره ( ۲۰۰۰) کسان له ویزو اخېستلو پاتې کېږي، چې د بې نظمۍ یوازینی لامل یې همدا دى.

دلته هره ورځ په زرګونه سپین ږیري، عاجل ناروغان، سپین سرې، ماشومان، ځوانان او نجونې کونسلګرۍ ته راځي، خو د ورځو او اونیو له انتظار وروسته تش لاس بېرته کورونو ته ستنېږي، دا چې ولې دوی د اوږد انتظار ځنډ وروسته بېرته خپلو لرې پرتو ولسوالیو او ولایتونو ته تش لاس ستنېږي، کونسلګرۍ ته راغلو خلکو خبریال وېبپاڼې سره په دغه ستونزو غږیدلي.

د محمد یوسف په نوم سپین ږیري ویزه اخېستنونکي خبریال ډاټ کام ته وویل: ((زه له پنځو ورځو راهیسې د کونړ څخه راغلی یم ناروغ یم، زنانه، ماشومان دي راسره خو تر اوسه پورې مې ویزه نه ده اخيستې. دلته وهل ټکول، بې نظمي، رشوت، زورواکي، کمېشن کاري په ښکاره ډول کېږي خو څوک یې غم نه کوي.))د ويزې مراجعين

د دې ترڅنګ خبریال ډاټ کام ته دریو نورو ویزه اخېستونکو هم ورته د رشوت او کمېشن کارۍ شکایت وکړ، د دوی پر وینا د کونسلګرۍ دننه او بهر په لسګونه کمېشن کاران شتون لري، چې د ویزو په شفافیت یې بد تاثیر کړی، د پاکستان په یوه ویزه د لس زرو کالدارو نیولې تر شل زرو کالدارو پورې روپۍ کمېشن کاران اخلي.

ځایي خلک د پاکستان په کونسلګرۍ او یو شمیر چارواکو نیوکه کوي، چې دوى په لوی لاس فساد ته زمينه برابره کړې او هره ورځ په لکونه روپۍ د بې وزلو خلکو څخه د ویزو په بدل کې اخلي، که اړوندې ادارې او چارواکي د دې مخه ونه نیسي، نو د فساد کچه به نوره هم لوړه او ستونزې به یې ان مرکزي دولت هم زیانمن کړي.

دا چې په دې وروستیو کې د ننګرهار ټولو ولسوالیو او د ختیځ زون ولایتونو لپاره د بهرنیو چارو ریاست ځانګړی مهالوېش اعلان کړی چې د هرې سیمې خلک به په اونۍ کې په ټاکلې ورځې کونسلګرۍ ته راځي او ویزه به اخلي، خو لا هم دلته هماغه شان کمېشن کاري او ګډوډي روانه ده.

د همدې موضوع په تړاو د پاکستان کونسلګرۍ یو پخواني کارمند د نوم نه ښودلو په شرط خبریال ډاټ کام ته وویل، چې د کونسلګرۍ بهر په لسګونه کمېشن کاران د کونسلګرۍ دننه کارکونکو سره ټچ دي او د ورځې د کونسلګرۍ کارکونکي د ویزو په بدل کې  په لکونه کالدارې کمېشن اخلي.

يو سپين ږيرى چې د ويزې په اخيستو پسې کونسلګرۍ ته راغلى، د پوليسو له خوا وهل شوى

د همدې موضوع د لا ښه روښانتیا په موخه د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان خبریال ډاټ کام ته وویل: ((په کونسلګرۍ کې مو ټولې ستونزې لیدلي ډېر ځلې مو کمېشن کاران نیولي او په بند مو محکوم کړي، دا چې بیا خوشې شوي مونږ ترې نه یو خبر.)) هغه زياته کړه چې شپه او ورځ مو ګزمې کړي خو دا یې ونه ویل چې پولیس ورسره لاس لري کنه، هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل.

خو په ورته وخت کې  کونسلګرۍ مخې ته د پولیسو له ډلې یو تن خبریال ډاټ کام ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل: ((په لسګونه کمېشن کاران مو په ځلونه ځل ونیول خو بېرته به د پاکستان کونسلګرۍ له لورې خوشې کړی شو، کونسلګرۍ موږ ته بار بار ویلي تاسې زمونږ دننه کارونو کې کار مه لرئ یوازې بهر امنیت خوندي کړئ.))

د پاکستان کونسلګرۍ سره مو هم د یادې موضوع په تړاو له ډیرو هڅو وروسته اړیکه ونیوله، د کونسل سکرتر راته له ډیرو خبرو ډډه وکړه، د ده پر وینا زمونږ خوښه ده چې څومره ویزې د ورځې ورکوو او مونږ ته  کونسل اجازت نه دی کړی چې د کمېش کارانو په تړاو درسره خبرې وکړو.

د ټولنیزو فعالانو له ډلې ريیس خان غرني خبریال ډاټ کام ته وویل: ((د همدې موضوع په تړاو څو څو ځلې والي سره کېناستو طرحې مو جوړې کړې د ټوکنو لړۍ مو پیل کړه تقریبآ څلور زره (۴۰۰۰) ټوکنې مو خلکو ته  ورکړې زحمت مو وویسته، خو نتیجه یې صفر وه او کونسلګرۍ ټوکنې لغوه کړې.))

د ده پر وینا، زنانه بې عزته کېږي حتا ماشومانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار مخکني والي د ستونزو د حل لپاره اقدامات وکړل، خو بريالى نه شو

غرني په خپلو خبرو کې دا هم وویل، چې د پنجاب حکومت دا طرحه له ځان سره راوړې تر څو زمونږ هېوادوال بې عزته کړي، د پاکستان په اهمیت باندې یې وپوهوي، له خپل هېواده یې زړه تور شي او  د ویزې ارزښت ورته معلوم شي، دوى دا کار د دې لپاره کوي، چې له دې ځایه په لکونه روپۍ د ویزو په سر له خلکو اخلي.

د ننګرهار مخکني والي حیات الله حیات هم د یادې موضوع په تړاو د کونسلګرۍ د ستونزو د حل په موخه ډېر اقدامات وکړل، خو بریالی نه شو، د پاکستان کونسل د حیات د اقدام په ځواب کې کونسلګري د یوې میاشتې لپاره وتړله او له والي یې وغوښتل، چې زمونږ په کارونو کې دې مداخله نه کوي.

د پاکستان په کونسلګرۍ کې د زیات فساد او د خلکو د زوریدنې په تړاو تر دې دمه زیاتو رسنیو راپورونه چمتو کړي، خو تر اوسه د دغه مشکل اساسي حللاره نه ده موندل شوې.

د یادونې ده څو ورځې وړاندې د ننګرهار نوی والي شاه محمود میاخیل وټاکل شو، میاخیل خبریالانو او مدني فعالانو ته په خبرو کې ویلي چې د کونسلګرۍ ستونزې د حل په موخه به اقدامات وکړم او دا موضوع به د مرکز سره شریکه کړم، تر څو د دې ستونزې اساسي حللار پیدا کړو.

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوګياڼي خبريال ډاټ کام سره په خبرو کې وويل: ((ننګرهار والي د کاري ورځو په لومړيو کې د پاکستان کونسل سره وليدل، د دې ليدنې پر مهال يې د پاکستان کونسلګرۍ کونسل ته درې وړانديزه وکړول، د ورځې په اوږدو کې د زيات شمېر ويزو ورکړه، د فساد په مخنيوي کې د کونسلګرۍ نه د همکارۍ غوښتنه او دا چې مراجعينو ته دې يوه کلنه ويزه ورکړل شي.))

ننګرهار والي او پاکستان کونسل
ننګرهار والي د کاري ورځو په لومړيو کې د پاکستان کونسلګرۍ له کونسل سره وليدل

د خوګياڼي په وينا، چې د پاکستان کونسلګرۍ کونسل ورسره ژمنه وکړه، چې په درې واړو برخو کې به دوى خپلو مرکزي ادارو ته پېامونه انتقال کړي او د وېزو د شمېر په زياتولو او د فساد په مخنيوي کې به هم له ادارې سره مرسته وکړي.

ښاغلى خوګياڼى زياتوي: ((مراجعين ډېر زيات دي، موږ نه ردوو چې فساد به نه وي، ولې د فساد د مخنيوي په برخه کې ننګرهار والي او اداره ژمنتيا لري، تر دې مهاله پورې تر څلوېښتو زيات کمېشن کاران نيول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.))

بل لورې ته د ننګرهار ولسونه او په ټوله کې د ختیځ زون اوسیدونکي له دولت جدي غوښتتنه کوي، چې د پاکستان کونسلګرۍ د ویزو ستونزه دې حل کړي، که اړونده مسولین دغه مشکل حل نکړي، نو د دې امکان شته چې ولسونه په مدني حرکتونو پیل وکړي او په دې برخه کې د عدالت غوښتنه وکړي.

راپور : خان وزیر عابد