fbpx

علي وزير د پاکستان پوځ ته: ستا په دې مرداره لوبه ټول پښتانه پوه شوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزير يو ځل بيا د پاکستان پوځ ته ويلي دي، چې ستا په مرداره لوبه ټول پښتانه پوه دي او نور به يې دوکه نه شې کړاى.

علي وزير چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو مشرانو څخه دى او اوسمهال د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى هم دى، هغه تل په ټويټر باندې د پاکستان پوځ پر ضد سختې نيوکې کوي او تل يې د (کاليا) [توري) او د (چوکيدار) په نومونو مخاطبوي.

په خپل نوي ټويټ کې هغه د پاکستان پوځ ته ليکلي دي، چې د يوې ګناه د پټولو لپاره لس ګناهونه کوې. کاش چې دغه اويا کلن مشر ته پته واى چې د دوى (پاکستاني پوځ) تنده په دې دېرش ثانيې ويډيو نه ختمېږي، بلکې د خپلو ګناهونو پټولو لپاره به ستا ژوند هم واخلي.

هغه ليکي:

((چوکيداره! د يوې ګناه د پټولو لپاره نور لس ګناهونه کوې. کاش چې دغه اويا کلن بزرګ ته پته واى، چې د دوى تنده په زوره د جوړې شوې دې دېرش ثانيې ويډيو باندې نه ختمېږي، بلکې دوى به د خپلو ګناهونو د پټولو لپاره له تا ژوند هم اخلي. ياد ساته چوکيداره، پښتانه ستا په دې مرداره لوبه پوه شوي دي.))

حيات خان او منظور پښتين
حيات خان له منظور پښتين سره

د همدغه ټويټ سره علي وزير يو عکس هم خپور کړى، چې د يو کس جنازه ده او يو پاکستانى پوځي او يو بل کس پرې د پاکستان بېرغ هم خوروي. دا جنازه په اصل کې د خيسور د ماشوم حيات خان ماما ملک مراد علي مېترکي ده، چې د فبرورۍ په ١٠مه نېټه ماسخوتن په خپل کور کې وژل شوى دى.

علي وزير هم په خپل ټويټ کې د همدغه اويا کلن يادونه کړې ده. کله چې په خيسور کې د حيات خان ويډيو رسنيو ته راغله، چې پاکستاني پوځيان يې څو څو ځل کور ته ورغلي او د ښځو بې عزته يې کړې ده، نو بيا له دغې پېښې څه وخت وروسته پاکستاني پوځيانو په زوره د حيات خان ماما ملک مراد علي مېترکي باندې يوه ويډيو وکړه، چې هغه په دغه ويډيو کې وويل چې هغه مهال چې پاکستاني پوليس د حيات خان دوى کور ته ورغلى و، دى هلته و او هېڅ داسې خبره نه وه.

هغه په ويډيو کې ويلي و، چې دا هر څه د پاکستاني پوځ پر ضد بېځايه تبليغات دي او دا چې د حيات ورور شريعت الله ترهګر و او د ځينو خلکو په اختطاف کې يې هم لاس درلود.

د مېترکي دغه خبرې پښتنو په ټولنيزو رسنيو وغندلې او همدا راز بيا د ٦٠ زره وزيرو جرګه وشوه، چې په هغه جرګه کې مېترکى له خپلې خبرې واوښت او له ټولو پښتنو يې بخښنه وغوښته. همدا لامل و چې پوځ په خپل دې چال کې ناکامه شو او د مېترکي د وژلو پرېکړه يې وکړه.

د پاکستان پوځ د حيات ماما ملک مراد علي مېترکى د فبرورۍ په لسمه نېټه ماسخوتن مهال وواژه او د هغه د مړينې تور يې بيا پښتون ژغورنې غورځنګ په مشرانو ولګاوه، چې ايا د دوى پر ضد يې خبرې کړي، نو ځکه دوى وژلى دى.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو او مشرانو د ملک مراد علي مېترکي وژنه وغندله او علي وزير په خپل ټويټ کې وويل، چې دا کار د پاکستان پوځ کړى دى او نور به دوى ونه شي کولاى چې پښتانه په دې چل دوکه کړي، ځکه اوس ټول پښتانه د پاکستان د پوځ په مرداره لوبه پوه شوي دي.

علي وزير د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه مخکښ مشر دى، چې کله په قبايلي وزيرستان کې د ترهګرۍ اور بل شو، نو د ده د کورنۍ ١٣ تنه پکې ووژل شو. هغه اوس د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى هم دى.