fbpx

ګل پاڼه په رښتيا ميينه شوې؟

ګل پاڼه هغه پښتنه سندرغاړې ده، چې نه يوازې غږ يې په ټولو پښتنو جادو کړى دى، بلکې د هغې د ښايست مينه وال هم ډېر دي، خو هغه د چا مينه واله ده او زړه يې چا له ورکړى، تر دې مهاله پورې يې په دې هېڅ نه دي ويلي، خو ګل پاڼې په خپل يو تازه پوسټ کې ويلي، چې (اتمه فبروري ورته ډېره خاصه ورځ ده).

په فېسبوک کې د ګل پاڼې د دغه پوسټ، چې يې ويلي دي چې فبروري د مينې مياشت ده او اتمه فبروري د دې لپاره ډېره خاصه ورځ ده، يو شمېر مينه وال يې تشويش کې شوي، چې ايا ګل پاڼه په چا ميينه شوې ده او که څه خبره ده؟

خو ډيوه راډيو په خپل يو مطلب کې ليکلي، چې دوى له ګل پاڼې سره خبرې وکړې او هغې ورته نه دي ويلي چې ولې دغه ورځ د دې لپاره خاصه ده.

خو آوازې داسې دي چې ګل پاڼه هم ميينه شوې ده، هغه سندرغاړې چې د ليکونو خلکو زړونه يې وړي، له هغې هم يو چا زړه وړى دى.

څه وخت مخکې ګل پاڼې ويلي و، چې هغه هم غواړي په راتلونکو دوه کلونو کې واده وکړي او که بخت يې ياري وکړه، نو ډېر ژر به واده شي او خپلو مينه والو ته به هم ووايي، چې د ژوند ملګرى به يې څوک وي.

خو تراوسه پورې هغې د خپل ژوند د ملګري په اړه څه نه دي ويلي، خو اوازې همداسې دي چې هغې د خپل ژوند ملګرى پېدا کړى دى او د اتمې فبرورۍ ورځ ورته ځکه خاص کېداى شي، چې په دغه ورځ به يې د خپل ژوند د نوي ملګري سره پېژندګلوي شوي وي.

دا خو به وروسته معلومه شي، چې ګل پاڼه په چا ميينه ده او کله به واده کوي، خو اوس يې مينه وال په دې ډاډه شوي دي، چې ګل پاڼې د خپل ژوند ملګرى پېدا کړى دى.