fbpx

پي ټي ايم: قانوني غوښتنې لرو خو پاکستان له زوره کار اخلي

نن د پېښور په ګورنر ماڼۍ کې د ګورنر شاه فرمان په رهبرۍ د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان او د قامي اسمبلۍ له غړو او سېنېټرانو ناسته شوې ده.

په ناسته کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ سره د خبرو کولو لپاره د خیبر د ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړي خیبر افریدي د واک غوښتنه کړې ده.

نوموړي رسنیو سره د خبرو کولو پر مهال وویل چې د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره د خبرو کولو لپاره دې قبایلي ضلعو ته واک ورکړل شي. او د هغوی جایزې غوښتنې دې ومنل شي. نوموړی زیاتوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ دې د خبرو کولو لپاره راوبلل شي.

په یاده ناسته کې د شمالي او جنوبي وزیرستان د اسمبلۍ غړو محسن داوړ او علي وزیر ګډون نه درلود

د قبایلي ضلعو د مسلو د هوارولو لپاره یوه کمېټه جوړه شوې چې سیمي د مسلو د هوارولو لپاره به سپارښتنې کوي او مشري یې د وزیر اعلی په غاړه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو کال په پوره کېدو سره تېر کال په اسلام اباد کې د پنځه غوښتنو لپاره د پرلت خېمه وهلې وه.

یاد احتجاجي پرلت ته د پښتنو د مشرانو سره سره د پاکستان د زیاتره سیاسي ګوندونو غړي هم ورغلي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه غوښتنې:

د نقیب الله مسید قاتل دې ونیول شي او محاکمه دې کړی شي، همداراز. د عدالتونو د فیصلو بغیر دې ادارې وژنې بندې کړي، نا درکه شوي اشخاص دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، همدارنګه په قبایلي علاقو کې دې د بدو پېښو د رامنځته کېدو وروسته دې ګرځبندیز نه لګول کیږي او په قبایلي علاقو کې دې ښخ کړی شوي ماینونه وویستل شي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرل اصف غفور د یو خصوصي تلوېزیون سره د مرکې پر مهال ویلي وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدم تشدد تحریک دی او دوی هیله لري چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه د خپلو خلکو د ګټو لپاره کار وکړي.

نوموړي دا راز ویلي وو دا تحریک اوس په بل لور روان دی او پوځ به هغه وخت د دوی پر ضد له زوره کار واخلي چې دوی د سرې کرښې نه را تېر شي، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه وایي د پاکستان په قانون او چوکاټ کې غوښتنې لري خو د دوی د غوښتنو د منلو پر ځای د دوی په ضد له زوره کار اخلي.

ښاغلي غفور له دې وړاندې د دسمبر په میاشت کې ویلي وو د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غوښتنې منل شوي او په نورو یې کار روان دی

د هغه وخت مسلم لیګ حکومت پښتون ژغورنې غورځنګ ته د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړی وو او له هغې وروسته احتجاجي پرلتونه بند شوي وو.

.