fbpx

محکمه دې د راوانوار او د هغه د ملګرو ضمانت نه مني

د نقیب مسید قضیې پلټونکي ‌‌‌‌‌‌ډاکتر رضوان چې خپله د سند پولیسو یو افسر دی په خپل راپور کې يې  عدالت نه يې غوښتنه کړې  چې نور دې د را‌و انوار او د هغه د ملګرو ضمانت له منلو تېر شي، ځکه په وینا یې که محکمه بیا بیا د دوی ضمانت مني نو بیا شاهدان خپله خبره بدلوي او ورکيږي.

محکمې ته په بيان کې ويل شوي چې ددې قضيې يوازنی شاهد ورک شوی او هیڅ درک یې نشته چې چيرې به وي؟

رپوټ کې ويل شوي چې تورن افسران زورور دي او څوک يې پر ضد شاهدي نشي ورکولای.

محکمې د رضوان رپوټ منلی او په رسمي توګه یې د راو انوار او د هغه ملګرو تورنولو لپاره د فبرورۍ نهمه نېټه ټاکلې ده.

د نقیب مسید له وژل کېدو وروسته ټول پاکستان کې مظاهرې پیل شوې او اسلام اباد کې د مختلفو سیمو پښتنو لس ورځې پرلت وکړ.

اسلام اباد کې د پښتنو پرلت سره د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو، چې له هغه راهیسې د خپلو حقونو لپاره په مختلفو سیمو کې مظاهرې کوي.

دا چې د پنجاب محکمه به د محکوم پښتون قاتلانو ته څنګه سزا ورکړي؟ دا به وخت ثابته کړي.