The news is by your side.

اردوغان د افغانستان په هکله څه وویل چې ترکان یې سخت غوسه کړل؟

خبريال وېبپاڼه: اردوغان د افغانستان په هکله څه وویل چې ترکان یې سخت غوسه کړل؟ په دې ورځو کې ترکیه د شلو کلونو ترټولو بد اقتصادي وضعیت تجربه کوي، ددې هېواد پولي واحد ليره د ډالر په وړاندې په بې ساري ډول بې ارزښته شوې ده، په داسې حال کې چې تر ۲۰۰۸ م کال پورې يو ډالر يوازې يوه نيمه ليره و مګر اوس يو ډالر ۱۳ ليرې کېږي.

د ليرې دغه ټيټوالي په مستقيم ډول د ترکانو په ژوند اغېز کوي دی او قیمتۍ خپل اوج ته رسېدلې دي، په داسې يو حال کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پخپله يوه وینا کې وویل چې د افغانستان اقتصاد بايد په پښو ودروو، د رجب طیب اردوغان دغه خبرې ددې هېواد په ټولنيزو رسنيو تر سختو نيوکو لاندې راغلې او د ډېرو خلکو له لوري ان د خندا وړ وبلل شوې.

ځينو خو ويلي و چې د ترکیې د ليرې څخه د افغانستان خپلې روپۍ په دې بده ورځ کې هم ډېر ثبات لري مګر د ترکيې ليره د ډالر په وړاندې د تاریخ په ترټولو بد وضعيت کې ده او دا وضعیت ورځ تربلې خرابېږي، ترکانو په رجب طیب اردوغان نیوکه کوله او ويل یې چې د هېواد خپل اقتصاد د بربادۍ لوري ته روان دی په هېواد کې پيسې دومره بې ارزښته شوې دي چې ان ايرانيان د سودا اخيستلو لپاره ترکیې ته راځي خو اردوغان لګيا دی او د افغانستان د اقتصاد په هکله خبرې کوي.

د يادونې وړ ده چې په ترکيه کې په ۲۰۲۳ م کال کې مهمی ټاکنې ترسره کیږي چې خراب اقتصادي وضعيت ددې هېواد حاکم ګوند په وېره کې اچولی دی.

Comments are closed.