The news is by your side.

پوتین د افغانستان په اړه له غربه لویه غوښتنه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ پوره درې میاشتي کیږي چې تالبان پرافغانستان واکمن شوي دي او ورسره سمدلاسه افغانان په اقتصادي ستونزو کې ګیر شوي نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د بشري بهران سره سره د اقتصادي نظام د له منځه تللو خبر هم ورکړی.
په ورته وخت کې د افغانستان واکمن دولت هم څو څو ځله له امریکا د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ورکړې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه نه ده منلې.
په همدې باب اوس تازه د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین خبرې کړې او له غربه یې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادیدو غوښتنه کړې.
د روسیې ولسمشر د یوه اقتصادي فورم کنفرانس ته په خبرو کې وویل چې افغانستان په ډیر سخت وضعیت کې دی او غوره ده چې په دې حالت کې ورسره مرسته وشي
پوتین زیاته کړه چې افغانستان بشري مرستو ته اړتیا لري او غرب یعني امریکا دي د دې هېواد تړل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري ناورین د رامنځ کیدلو او حالت ښه کولو په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.
د ده په وینا په اوسني وخت کې افغانستان د خوړو درملو او نورو توکو رانیولو ته اړتیا لري او لازمه ده چې د افغانانو په برخلیک نورې لوبې ونه شي.
امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل کړي او لا یې هم په دې بهراني حالت کې نه دي ازاد کړي په دې هېواد کې ورځ تر بلې قحطي او په عمومي ډول اقتصاد کمزوری کیږي چې تر اوسه يې نښې نښانې را څرګندې شوې.
که کنګل شوې پیسې ازادي نه شي
نړیوالو په افغانستان کې د بانکي او اقتصادي نظام د نړیدلو خبر ورکړ له همدې اندېښنو سره سره اوس د بشري وضعیت د بد حالت په هکله هم سیمه ییزې اندېښنې زیاتي شوې او یو شمېر نړیوال خیریه نهادونه کوښښ کوي ترڅو افغانانو ته په دې حالت کې مرستې ورسوي

Comments are closed.