The news is by your side.

امریکا دا ځل پر تالبانو لوی تور پوري کړ

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم تالبان له امریکا سره خورا په ښه چلند کې دي او غواړي چې د اړیکې سمولو لپاره یې رضایت تر لاسه کړي خو امریکا دا ځل پر دوی ډیر لوی تور ولګاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ژوره اندېښنه ښودلې چې ګواکي تالبانو له بشري حقونو سرغړونه کړې دې وزارت په دې هکله څرګندونې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړي استازي ټوماس ویسټ قطر کې له تالبانو سره لیدلي او ورسره يې د نورو مهمو خبرو ترڅنګ د یوه همه شموله حکومت د جوړیدو او همدارنګه د عمومي بښنې د عملي کولو غوښتنه ترې کړې ده.
اوس پوښتنه داده چې له امریکا سره د تالبانو د رسمیاتو معامله به څنګه شي ځکه دوی په دې کوښښ کې دي چې هرڅه په یوه ورځ وشي او تالب ډله ډیر ژر امریکا په رسمیت وپېژني.
په دې وروستیو کې د تیر حکومت د عسکرو او مامورینو وژنه او د خلکو تهدیدات او نا امني هغه څه دي چې ښايي تالبان د بشري حقونو پر تیري باندې تورن شي.
دوه ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې تالبانو یو سیمه ییز انجنیر د فېسبوک پر یوه انتقادي پوسټ باندې په وهلو وهلو باندې وژلی وو، چې داسې کړنې يې ښايي دا ډله له یوې لویي ناکامۍ سره مخ کړي.
د دې بشري تیروتنو په هکله چې په محلي کچه په هر ولایت کې تر سره کیږي تالبان هیڅ غبرګون نه ښيي او نه هم خپلو مجرمو جنګیالیو ته د بدو اعمالو د ترسراوي وروسته کومه سزا ورکوي.
امریکا تر اوسه هم د افغانستان کنګل شوې پیسې تالبانو ته د مصرف لپاره نه دي خلاصې کړې خو دا چې افغان ولس په کومو ستونزو کې دی او په راتلوونکې کې به له کومو بهرانونو سره مخ شي نه ده مالومه خو نړیواله ټولنه اوس سرې وخت خبرداری ورکوي چې افغانستان ښه لورته نه دی روان

Comments are closed.