The news is by your side.

ضعيف خاموش پاتې نشو؛ د ایران سره ټکر ته‌ یې زړور غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو او ايراني ځواکونو ترمنځ جګړې ته غبرګونونه دوام لري، تازه د طا، لبانو د تېرې دورې له لوري په اسلام کې پخواني سفير ملا عبدالسلام ضعیف هم خپل دریځ روښانه کړی دی.

ښاغلي ضعيف نن سهار په یوه بیان کې په ګاونډیو هېوادونو باندې غږ وکړ چې په دې سختو شرايطو کې د افغانستان سره داسې چلند ونکړي، نوموړي وويل؛ ګاونډي هېوادونه دې افغانان له خوږ ګوتې نه نيسي، ضعيف په غیرې مستقیم ډول ګاونډي هېوادونه په دې تورن کړل چې د افغانستان د خاورې د غصب کولو هڅه کوي، ده وویل؛ ګاونډي هېوادونه دې د وخت او شرایطو څخه په استفادې د افغانستان د خاورې غصب ته سترګې نه پټوي، نوموړي وړاندې دوی همکارۍ ته تشویق کړل او ویې چې په داسې شرايطو کې بايد يو ښه ګاونډی د افغانستان سره مرسته او‌ همکاري وکړی، ښاغلي ضعيف د جنګ په درولو هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ايران سره پوله باید جنګ ودرېږي، نوموړي ددا ډول مسلو د حل لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو لاره غوره وبلله او ويې ويل چې ستونزې دې د ډيپلوماسۍ له لارې حل شي.

تېره شپه د افغانستان او ايران ترمنځ په سرحدي نقطه کې جګړه رامنځته شوه، د جګړې اصلي حقيقت او علت تراوسه نه دی مالوم، بېلابېلې سرچینې یې بېلابېل سببونه بيانوي، د ايراني نيمه دولتي خبري اژانس تسنيم په یوه راپور کې ويلي دي چې جګړه د غلط فهمۍ له کبله رامنځته شوه، ياد اژانس ليکلي چې ايراني کروندګر د خپلو کروندو لوري ته روان و چې د طا، لبانو له لوري ډزې ورباندې وشوې، تسنيم پخپل راپور کې ادعا کوي چې ايران پخپله خاوره کې دننه يو دېوال جوړ کړی چې د ګډوالو مخه ونيسي طا، لبانو فکر وکړ چې دا سرحدي دېوال دی او ايراني کروندګر ددوی خاورې ته داخل شوي دي نو ځکه یې ډزې ورباندې وکړې.

خو د افغانستان په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه هم لاس په لاس کېږي چې ايراني ځواکونو د افغانستان د خاورې دننه څو پوستې جوړې کړې وې چې د طا، لبانو د خبرېدو وروسته دوی پيغام ترلاسه کړ چې دا پوستې بايد ړنګې کړي او په شا شي مګر ايراني ځواکونو دا خبره ونه منله چې وروسته د طا، لبانو د نظامي غبرګون سره مخ شول او په زور يې پوستې ړنګې شوې او دوی د افغان خاورې څخه په شا وتمبول شول.

Comments are closed.