The news is by your side.

پر کرزي د طا، لبانو خبرې تاثير وکړ، مهم کار ېې ورته ترسره کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په کابل د پاتې ګوتو په شمار سياسيونو څخه دی په خپله تازه مرکه کې وايي چې طا، لبان اوس یو دولت دی او جوبایډن بايد کار ورسره وکړي.

ښاغلی کرزی کلونه وړاندې هغه مهال د سختو نیوکو سره مخ شو چې کله یې طا،‌لبانو ته د وروڼو خطاب وکړ،‌ په هغه مهال ورباندې د هغه کسانو له لوري ډېرې نيوکې کېدی چې د طا، لبانو يو فانتزی ډوله دښمني لري، مګر کرزي د کلونو په تېرېدو سره نن بیا پخپله تازه مرکه کې دا خبره تکرار کړه او ویې ویل چې طا، بیان یې وروڼه دي.

که څه هم کرزی اوس هم طا، لبانو خپل وروڼه وايي مګر د طا، لبانو او امر او نهی وزير شيخ رشيد څو ورځې وړاندې ښاغلي کرزي ته توندې خبرې وکړې او هغه ته يې لوی مجرم وويل، کرزي د یاد وزير په ځواب کې دومره وويل چې د هغه خبرې په تبصره نه ارځي خو ورته سپارښتنه کوي چې د افغانستان د ملي يووالي لپاره دې په دې حساس وخت کې کار وکړي ځکه افغانستان تر بل هر وخت ملي يووالي ته اړتيا لري.

کرزي په دې مرکه کې په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان د نوي حکومت سره دې ګډ کار وکړي، نوموړي د امريکا په ولسمشر جوبايډن غږ وکړ چې رادې شي او د طا، لبانو سره دې کار وکړي، ده د نړيوالې ټولنې د نورو هېوادونو څخه هم وغوښتل چې د طا، لبانو سره ګډ کار وکړي او د افغانستان په بیارغونه کې برخه واخلي.

حامدکرزي د نړيوال مشروعیت لپاره بيا په طا لبانو غژ وکړ چې بايد په کور دننه قانوني مشروعیت په هڅه کې شي او ددې لپاره لويه جرګه جوړه کړي.

Comments are closed.