fbpx

دوبۍ کې افغاني مېوو ته نندارتون جوړيږي

په پام کي ده چي د رواني فبرورۍ میاشتي د ۱۷ څخه تر ۲۱مي نېټې پوري، د متحده عربي امارتو دوبۍ ښار کې، نړیوال کرنیز نندارتون جوړ شي، چي په یاد نندارتون کي د افغانستان څانګي تخنیکي چاري د سولې ریښې (Roots of Peace) موسسې لخوا پرمخ وړل کېږي.
د سولې ریښې موسسې مشري مېرمن هایډي کوهن، د نړیوال کرنیز نندارتون اودغه راز د افغانستان په کرنیز اقتصاد کي د خپلو پرمختیايي پروګرامونو په هکله امريکا کې د  افغان سفارت سره مالومات شریک کړل او د افغاني مېوو د ارزښت په هکله يې مفصلې خبرې وکړې.
د مېرمن هايډي کوهن په خبره، دایرېدونکی نندارتون چي ټول پانګه وال یې افغانان دي، افغانستان ته د نږدې پنځوس میلیونه ډالرو د عوایدو ترڅنګ، په نړیوال بازار کي د افغانستان د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړوي.
 دا چې د افغانستان ډيری برخه عوايد د کرهنې له لاري لاس ته راځي خو د شنونکو په باور تر دامهاله افغاني مېوو او توليداتو ته بازار موندنه نه ده شوې.