The news is by your side.

د افغانیو ارزښت یوه جدي ستونزه او نا معلوم برخلیک

لیکوال: امین ستانکزی

په وروستیو کې د افغانۍ ارزښت په بې سارې ډول ښکته شوی دی ، چې لا هم ددې ویره شته چې تر دې وروسته نوره هم ښکته شي او د نورو اسعارو په وړاندې ارزښت وبایلي دا حالت خورا دردوونکی او ډیر ناهیلي کووونکی دی ، ناهیلي کوونکي پدې مانا چې ، پدې تړاو د ژغورنې او سمبالونې هڅ هوډ نه لیدل کیږي ، دا اقتصادي رکود له سیاسي رکود څخه راپیل شویدی او دا پدیده لاهم د غښتلتیا خواته روانه ده .
لومړی باید پدې پوه شو ، چې د اسعارو د تبادلې نرخ څه ته وایي.؟ د اسعارو د تبادلې نرخ د نورو هیوادونو د اسعارو پر وړاندې د هیواد د پولي واحد ارزښت ته ویل کیږي. په ساده ژبه که ووایو ، په بهرنیو اسعارو د کورنیو پیسو پیرل او پلورلو څخه عبارت ده .
دلته یوازې د یوې کرنسۍ پورته کیدل او د بلې د غورځیدلو فلسفه نه ده بلکې ، دلته د نرخونو لوړوالی او اقتصادي رکود رامنځته کیدل هم مهم بحث دي که په لنډ ډول ووایو ستونزې نه یوازې د افغانیو په با ارزښته یا بې ارزښته کیدو سره رامنځته کیږي، بلکې دلته د نرخونو لوړیدلو ستونزې په سیده توګه او مخامخ ډول د بهرنیو اسعارو له ارزښت سره غوټه شوې دي او همدا ستر سر خوږی ګڼلی شو.
البته اوس دلته دوه مهم اقتصادي څرخونه تاویږي ، لومړۍ خپله په نړیوال مارکیټ کې د نورو کرنسیو په وړاندې د ډالرو لوړیدل او دوهم خپله د افغانۍ ارزښت د نورو ټولو کرنسیو په مقابل کې را ښکته کیدل دي ، نو پدې مانا چې دلته دوه محورونه او تحولات وجود لري چې پدې توګه د افغاني ارزښت ورسره په چټکۍ سره را ښکته کیږي .
البته د ډالرو لوړیدل په هیوادونو کې توپیر کوي او بیلا ، بیل عوامل لري لکه په پاکستان کې د اقتصادي رکود ، بودیجوي او سوداګریز کسر او د سودي قرضونو په راتګ سره کلداره په بې ساري ډول را ښکته شوې ، همدارنګه له امریکا متحده ایالاتو سره د ترکې سیاسي ترینګلتیا له امله د لیرې (Lira) راغورځیدل هلته یو سبب وګرځیده ، ایراني تومن هم د امریکا او نړیوالې ټولنې د بندیزونو او سیاسي فشار له امله ښکته ، همداسې په افغانستان کې هم د سیاسي ثبات نشتون له امله افغانۍ ارزښت لویدلې دی .
نو پدې توګه ویلی شو، چې افغانۍ یواځینی پولي واحد نه دی، چې د وخت په تیرېدو سره یې ارزښت ټیټ شوی دی. لکه څنګه چې یادونه وشوه، د اسعارو نرخ د کورنیو او نړیوالو اقتصادي بدلونونو له امله ټیټیږي او لوړیږي نو په همدې اساس افغانۍ هم را غورځیدلې .
ډیری ملګري او په ځانګړي ډول د اقتصادي برخې پوهان پوښتنه کوي چې اخیر به څه کیږي ؟ پوښتنه لنډه خو ځواب یې خورا پیچلی او په څو بعدونو پورې تړلی دی یانې په ساده ګۍ او ځان خلاصولو باندې نه کیږي چې ددې پوښتنې ځواب دې ورکړل شي پدې مانا چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د غوره وړاندیز شویو لارو چارو عملي کولو باندې کار کول یو مهم اصل ګڼلی شو .

ولې افغانۍ د بې ثباتۍ خواته لاړه ؟

پوښتنه داده ، چې ولې افغانۍ دومره په چټکۍ د بې ثباتۍ خواته لاړه ؟ ځواب واضح دی ، ځکه چې د ا م ا ر ت په راتګ څخه مخکې چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو مصنوعي او موسمې هڅې وې هغه هم ودریدې نو یې ارزښت ځکه ژر را ښکته شو پدې مانا چې د تیر نظام په اقتصادي څرخ کې چې د افغانۍ د ثبات ساتلو لپاره موسمې او مصنوعي هڅې کیدې په اوسني نظام کې هغه هم نه ترسره کیږي اګر چې د یوه پولې واحد لپاره له منل شویو پیاوړو اقتصادي کړنو پر بنسټ باندې کره هڅې د ثبات او پایه داره پاتې کیدو لپاره یو مهم شرط دی خو بیاهم په افغانستان کې د یوه څه وخت لپاره د افغانۍ د ثبات د پاتې کیدو لپاره پخوانۍ هڅې هم یو څه ښې پایلې لرلې .
نړیوالې مرستې بل مهم فکتور وه چې د افغانستان مارکیټ ته ډالر پمپ کیدل او د ډالرو چلښت هم ددې یو سبب وو چې د افغانۍ د ثبات لپاره وکارول شي.
نا څرګند اقتصادي وضعیت ، خلک په خپلې کرنسۍ باور نه لري او لاملونه یې هم لکه د لمر په څیر واضح دي د ټولو خلکو هڅه داده، چې افغانۍ له ځان سره ونه ساتي بلکې کوشش کوي ، چې ډالر یاهم بله نړیواله کرنسي له ځان سره د سپما په توګه وساتي ځکه د افغانیو په وړاندې د ډالرو لوړیدل خلک په افغانیو بې باوره کړیدي او په دې سره په لوی لاس خلک له افغانیو ځان ساتي .
بل مهم بحث داهم دی ، چې د افغانۍ د ارزښت را غورځیدل یوازې کورنۍ عامل نه دی ، بلکې پدې کې بهرني عوامل هم شامل دي ، چې د افغانستان په اقتصادي ، اداري ، سیاسي او بانکوالي سیستم باندې بهرنیان باور نه لري او د یوه ښه او منظم سیستم د نشتون له امله هغوی سره د مفاهمې ستونزه په ځای پاتې ده چې له امله یې افغانۍ په هغه کچه نړیواله اعتبار هم نه لري او د زیات چاپ لپاره یې په اسانۍ غاړه نه ږدي پدې برخه کې باید نړیوالو مالي ادارو او بنسټونو ته ډاډ ورکړل شي او د نړیوالو نورمونو مطابق خپلې پولي پالیسۍ او مالي خدمات ترسره کړو .
سیاسي بې ثباتي تر ټولو ستر لامل ګڼلی شو ، د حکومت په رسمیت پیژندلو کې خنډونه ، د نړیوالو اقتصادي سازمانونو سره د افهام او تفهیم بندیدل ، د سترو انکشافي پروژو بندیدل ، د کورنیو تولیداتو پیکه کیدل ، او د هیواد نا معلوم برخلیک ددې سبب ګرځیدلی دی ، چې افغانۍ په بې سارې ډول ښکته او خلک پرې بې باوره شي .
متاسفانه د نوي نظام راتګ سره د افغانستان د بانکوالۍ سیستم هم په چټکۍ د فلج کیدو خواته روان دی ، چې د افغانۍ د راغورځیدو یو لامل هم بانکي سیستم باندې د خلکو بې باورې او همدارنګه د بانکي خدماتو محدودیدل او یاهم په سمه توګه ورته رسیده ګي نه کول دي ، موږ تاسې ګورو چې خلکو په ډیره کچه خپلې نغدې روپۍ په بانکونو کې ایښې وې چې بانکونو ورڅخه د اقتصادي فعالیتونو لپاره کار اخیسته او دا اقتصادي څرخ په یوه ښه لورې باندې روان وو ، چې اوس وخت کې بانکونه یوازې خلکو ته پیسې ورکوي او خلک د سیاسي او اقتصادي ثبات د نشتوالې له امله بانکونو کې خپلې نغدې روپۍ نه ږدي چې پدې سره د افغانستان د بانکوالۍ سیستم هم د بشپړۍ تباهۍ خواته روان دی او که یې سم مدیریت ترسره نه شي نو لرې نه ده چې زموږ د اقتصادي څرخ یوه ډیره مهمه برخه هم له کاره ولویږي او پدې سره به د کلونو کلونو مزل او کار هم په اوبو لاهو شي .

د افغانۍ ارزښت ساتلو لپاره یو لړ وړاندیزونه

لومړی : تر ټولو مهم بحث د سیاسي ثبات دی ، څومره ژر چې کیږي باید حکومت د رسمیت پیژندلو مرحله پاس کړي تر څو سیاسي ثبات رامنځته او ورسره اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي زه شخصا پدې باور لرم تر څو چې سیاسي ثبات نه وي رامنځته شوې له دې د بدتر حالت شاهدان به اوسو .
دویم : سوداګریزه راکړه ورکړه (Economic Activity)دې ترسره شي ، سوداګري دې پراختیا پیدا کړي ، د صادراتو لپاره دې زیات کار وشي ځکه د یوې کرنسۍ لپاره تر ټولو مهم فکټور سوداګریزه راکړه ورکړه او صادرات دي همدارنګه د کورنیو تولیداتو پیاوړي کول ، د انکشافي پروژو پیلیدل او په افغانستان کې د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینې برابرول چې اوس وخت کې د امنیت د نشتون موضوع هم حل شوې ، ډیر مهم بحث دی چې حکومتي مسؤلین ورته متوجه شي .
درېیم : د ډالرو د قاچاق مخنیوی ، د افغانستان دواړه ګاونډي هیوادونه پاکستان او ایران اقتصادي ستونزو او بندیزونو له کبله د ډالرو له سختې اړتیا سره مخامخ دي ، دوی مجبوره دي چې په نړیواله سوداګرۍ کې له ډالرو څخه کار واخلي ځکه د دوی کرنسي نړیوال اعتبار نه لري نو له افغانستان سره کیدونکي مرستې هم ډیرۍ یې په ډالرو ترسره کیږي ، چې بازار ته د وړاندې کیدو سره همدا ډالر قاچاق کیږي او پدې سره بیا په مارکیټ کې د ډالرو لپاره عرضه زیاتیږي او اوس وخت کې چې نړیوالې مرستې بندې شویدي او افغانستان مرکزي بانک ډالر لیلام ته نه شي وړاندې کولی نو ورسره د افغانۍ ارزښت هم ښکته کیږي او د ډالرو قاچاق په لویه پیمانه ترسره کیږي .
څلورم : د ډالرو لیلام ، د لیلام سیاست که څه هم بنسټیز حل نه دی ، خو د موقتې حل لارې په توګه ترې استفاده کیدای شي خو یوازې د ډالرو لیلام بسنه نه کوي بلکې د ډالرو په وړاندې کیدو سره باید د همدې پمپ شوي ډالرو د قاچاق مخنیوی هم ترسره شي چې پدې سره به یې د لیلام پالیسي هم زیانمنه شي یانې پدې توګه ویلی شو ، چې لیلام د کرنسۍ د پایداره کیدو لپاره زموږ ستونزه نه شي حلولی .
خو دلته دا ستونزه هم شته چې اکثره یې مافیایي بڼه غوره کړې ده ، صرافان تل دافغانیو د ضعف په وخت کې یا د ټیټیدو په وخت کې د مرکزي بانک د اسعارو لیلام ته په تمه وي او همدا حالت د خپلې ګټې مطابق را څرخوي چې بیا مرکزي بانک مجبوره کیږي ، تر څو بازار ته ډالر وړاندې کړي چې پدې سره مافیايي صرافان همدا ډالر هم هضم کوي او په ځای یې بیرونۍ کرنسي ( کلدارې او تومن ) اخلي او په مارکیټ کې یې د چلښت لپاره وړاندې کوي ، زه خپله د ډالرو زیات لیلام کیدو سره موافق نه یم ځکه چې دې چارې یوه اقتصادي مافیا رامنځته کړې او د ټول پولي بازار واګي یې په لاس کې اخیستي دي.
البته په اوس وخت کې دا چې د افغانستان ریزف شوې پانګه کنګل ده نو په هغه پخوانۍ اندازه د افغانستان بانک نه شي کولی چې ډالر لیلام ته وړاندې کړي ، کنګل کیدل هم یوه ستونزه ده چې د حل لپاره یې باید حکومتي مسؤلین پرلپسې کاروکړي .
پنځم : په مارکیټ کې د پولي او مالي پالیسیو څارنه ، پدې برخه کې د ټولو نافذو شویو قوانینو او پولي پالیسیو په تطبیق باندې ځانګړی کنترول هم د کرنسۍ د پایداره پاتې کیدو لپاره مهم بحث دی ، پدې تړاو د افغانستان بانک په رسمي ویب سایټ کې ډیر څه شته دلته یې یادول مهم نه دي .
البته د افغانستان بانک دقانون د دويمې مادې لومړي بند پر اساس، دهیواد مرکزي بانک اساسي هدف دقیمتونو کنټرول او ثبات دی، د دې هدف لاسته راوړلو لپاره مرکزي بانک د پیسو چلښت وسیله ګرځولي البته چلښت څخه مراد دټولو افغانیو چې د( ( Reserve اصطلاح ورته استعمالیږي ګڼل کيږي، نه د پيسو دوران.

پایله :
پایله واضحه ده ، چې د کرنسۍ راښکته کیدل مستقیما په سیاسي اړیکو او سیاسي نظام باندې ولاړه ده بلکې نه یوازې د کرنسۍ ثبات بلکې ټول اقتصادي څرخ او اقتصادي فعالیتونه د سیاسي لید لورې پر بنسټ باندې څرخیږي او د همدې له مخې مقایسه کیږي او اقتصادي پیاوړتیا یاهم رکود رامنځته کیږي .
تر څو پورې چې د رسمیت پیژندنې ، نړیوالې سیاسې اړېکې ، د بشر حقونو رعایت او سیاسي ثبات نه وي رامنځته شوې د افغانۍ په شمول به ټول اقتصادي حالت د خرابۍ خواته روان وي او متاسفانه چې دې خبرې ته اوس څوک غوږ هم نه نیسي بلکې په ټولو مسایلو کې د خپلې خوښې مطابق چلیدل زموږ د ډیرو ستونزو د زیږیدو لامل ګرځیدلی دی .
په سمدستي ډول د مخکني نظام په څیر د بیړنیو او موسمي تګلارو څخه استفاده وشي مارکیټ ته د افغانۍ د ساتلو په موخه ډالر وړاندې شي ، د ډالرو د قاچاق مخنیوی وشي او په لوړه کچه د اقتصادي پیاوړتیا لپاره له وړ او مسلکي کسانو سره ناستې ترسره شي او د اقتصادي رکود څخه د خلاصیدو لپاره یې مشورې واوریدل شي .
داهم باید ووایو، چې د افغانیو را غورځیدلو خطر له ډېر پخوا را پیل شویدی او لاملونه یې هم په کور دننه سیاسي بې ثباتي ، نړیوالو مرستو بندیدل یا محدودیدل ، د کورنیو تولیداتو او صادراتو کموالی ، نړېوال اقتصادي بحران په ځانګړې ډول د کرونا وایروس او په ټوله کې اقتصادي نا انډولې ددې سبب شوې چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي .
په پای کې وایو تر څو چې اقتصادي زیربناوې ونه رغول شي ، سوداګریزې راکړې ورکړې ترسره نه شي ، بهرنۍ پانګونې ته زمینه برابره نه شي او سیاسي ثبات رامنځته نه شي نو د افغانۍ غورځیدلوته باید ذهنا اماده اوسو او تر دې د لا بدتر حالت د راتلو شاهدان به اوسو .

Comments are closed.