The news is by your side.

سېف د چلډرن: مليونونه افغان ماشومان له لوږې سره مخ دي

خبریال وېب پاڼه: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې له نړیوالو غوښتي، چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي، چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي.

افغانستان کې د سیف د چلډرن ادارې مسوول کریستیانو مارټون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې په ملیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي.

سرچینه زیاتوي اوسمهال غذایي بحران د ملیونو افغان ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې له خطر سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې که له افغان ماشومانو سره بېړنۍ مرستې ونه شي د ژمي تر اخره به ښایي تر پنځه کلنۍ پورې څه باندې درې ملیونه کوچنیان په سختې خوارځواکۍ اخته شي.

سېف دې چلډرن روانه اوونۍ له نړیوالو د افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره د دوه میلیارده امریکایي ډالرو د مرستې د چمتو کولو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د ماشوم ساتنې اداره داسې مهال د افغان ماشومانو پر ژوند اندېښنه ښيي، چې څه موده وړاندې په افغانستان کې د ماشومانو په نوم نومول شوې نړيواله ورځ هم ونه نمانځل شوه.

د تالبانو د حکومت له راتګ وروسته په افغانستان کې اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې ترينګلی کېږي او له همدې امله په ښارونو کې په درنو کارونو د بوختو ماشومانو شمېر هم ورځ نه بلې ته زیاتېږي.

افغان ماشومان بیا له تالب چارواکو غوښتنه کوي،چې د دوی د کورنیو لاسنیوی وکړی او دوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي، هغه غوښتنه، چې د نظر د خاوندانو په بارو ښايي تالبان یې ترسره نشي کړای.

Comments are closed.