کور پاڼه / لیکنې / پاکستان ولي توندلارۍ ته لمن وهي ؟

پاکستان ولي توندلارۍ ته لمن وهي ؟

په پاکستان کي پنځه اسلامي مذهبونه، لکه شعیه، بریلوي، دیوبندي، اهل حدیث او جماعت اسلامي ډلي شتون لري. په ۱۹۴۹م کال د پاکستان په منځ ته راتګ سره په دغه هیواد کي ۱۸۹ مدرسې فعاله وې، اوس مهال یې شمیر د ۲۰ څخه تر ۴۰ زرو پوري ده چی له ۱.۸ څخه تر ۳.۵ میلیونه کوچنیانو ته پکي درس ورکول کیږی. له ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنه مدرسي له افراطي سیاسي یا مذهبي ډلو سره اړیکي لري چي د حکومت په خبره یې یواځي له ۳ څخه تر ۴ سلنه مدرسې له تروریزم سره اړیکي لري. د پاکستان اکثره مدرسې د دیوبندي فرقي له زده کړو څخه پیروي کوي. د دیوبند فرقه چي د سني مذهب له څانګو څخه ده چي له وهابیت څخه ډیره اغیزمنه ده. ډیر شمیر افراطي ډلې لکه د د طالبانو تحریک، مجلس اجرار الاسلام، سپاه صحابه، لشکر جنګوي او طالبان هم له دیوبندي فکر څخه اغزمنې دې . 

په پاکستان کي ډیری کوچنیان مدرسو ته د زده کړو لپاره لاس رسی لري، په ځانګړي توګه په کلیوالي سیمو کي چې دولتي ښونځي شتون نه لري او یا که چیرته شتون هم ولري کافي امکانات او کارکوني نه لري. کوم امکانات چي مدرسې یې په کلیوکي د کوچنیانو لپاره برابروي وړیا دي لکه ډوډۍ اوځاي. د سپټمیبر د یوولسمې پېښي د څیړولو کمیسیون ویلي وه چي په پاکستان کي مدرسې « د زده کړو لپاره یواځینی فرصت ده» تر څو چي په پاکستان کي اکثریت اسلامي مدرسې د دیوبندی ډلې پیروه وي په دغه ټولنه کي به تکثر کومه مانان ونه لري.

پاکستان څنګه کولی شي د دغه تعصبونو ریښه چي د مدرسو له لاري په ټولنه کي غزیدلې پریکړي، د مدرسو داصلاح لپاره هڅي شوي خو تحقق یې نه دی موندلی. دولت ډیر کم اقدامات د هغو مدرسو په وړاندي کړي چي له تروریزم سره لاس لري. د مدروسو د اصلاح پروژه چي په ۲۰۰۶م کال کي مطرح شوه غوښتل یې چي د رسمي او مذهبي زده کړو ترمنځ تعادل رامنځ ته کړي او د مدرسو په درسي پروګرامونو باندې ټولنیز او تجربي علوم، مذهبي تسامح او د بشر حقوق ور زیات کړي او پکي اساسي بدلون راولي. دغه پروګرام یواځي ۶.۳ سلنه دیني مدرسي تر خپل پوښښ لاندي راوستلی شوای. په ۲۰۰۸م کال کي د پاکستان د پوهني وزیر راپور ورکړ چې په تېرو ۶ ږو کلونو کي له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه چې د مدرسو د اصلاح لپاره په نظر کي نیول شوي وه يواځي ۴ میلیونه ډالر لګول شوي چي په دغه برخه کي د یوې کمېټی «د مدرسو د اصلاح کمیته» جوړول هم په نظر کي نیول شوي وه خو لا تر واسه یې څرک ونه لګيد. د نواز شریف په «ملي اقدام پروګرام»( National Action Plan) کي چي په دسمبر میاشت کي رامنځ ته شو په لسمه برخه کي یې د مدروسو په اړه داسي ویل شوي وه « په مدروسو باندي د قانون د وضع کولو او ثبت پروګرام د سرته رسولو په حال کي ده» . تراوسه پوري هیڅ جامع او دائمي طرحه د مدرسو د اصلاح لپاره نه ده عملي شوي دولتي مقامات د مذهبي مقاماتو د تند غبرګون له ویري دغه ډول اقدام نه کوي. په پاکستان کي د نفرت اوتندلارې تخم وکرل شو.«روبینا سایگول» د زده کړو د چارو کارپوه وایې چي « ما څو ځلي ویلي چي زموږ دولتي سیستم ، خپله د پاکستان یوه لویه مدرسه ده» . په پاکستان کي د تندلارې زده کړو په وړاندي مبارزه، د مذهبي تندلاري درول او د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره باید دولت د اوسنیو مدرسو د زده کړو د نظام پر ځاي بل درسي نظام رامنځ ته او درسي پروګرامونه یې قانوني کړي. د دغي برخي لپاره د پیسو او نورو سرچینو ځانګړي کول به د پاکستان د زده کړو له نظام سره مرسته وکړي ترڅو له مذهبي تندلاري او تاوتریخوالي څخه را ووځي. له دغو مهمو او حیاتي اصلاحاتو څخه پرته به پاکستان هغه هیواد وي چي له مذهبي لږکيوڅخه به ساتنه ونشي کړای او د تندلاري په لمبو کي به سوځي لکه اوس چي پکي سوځي. په پاکستان کي د بنیاد ګرایي ريښه د دې هېواد پخواني لومړي وزیرذولفقار علي بوټو او جنرال ضیاءالحق وختونو ته ګرځي، چي غوښتل یې دغه هیواد دته دیني صبغه ورکړي. ضیاءالحق په ۱۹۷۹م کال کي د هیواد درسي پروګرامونه د مذهب په اساس جوړ کړل.

لیاقت علي خان، د پاکستان له سیکولرانو څخه وه. د دولت اسلامي کول او له اسلام څخه یې د یوې ایدئولوژي په توګه ددې لپاره ګټه پورته کړه چي ترڅو وکولی شي هغه نفاقونه او جنجالونه چې په ټولنه کي یې خپاره شوي وه او دوي ته بالقوه ګواښ وه محوه کړي ترڅو یې په یوه متحده اسلامي ایدئولوژي کي سره راټول کړي. په ۱۹۷۱ م کال کي د بنګلادېش له لاسه وتلو څخه وروسته، د پاکستان د وخت لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو په پاکستان کي د قومونو ترمنځ د شته درزونو د مخنیوی او پیوستون په موخه اسلام ترویج کړ. حکومت هم د اسلامپالو په څیر داسي انګیرله چي د دولت د انسجام لپاره دي د حکومت کولو او د ټولني د اداره کولو په موخه دي له اسلامي افکارو څخه ابزاري ګټه واخیستل شي. بوټو د پاکستان اړیکي د فارس خلیج له عربي هیوادونو سره ټینګي کړې او عربي ژبه یې په درسي نصاب کي زیاته کړه (او د اسلامي مطالعاتو د متخصصانو لپاره یې بوختیاوي رامنځ ته کړې). ضیا په ۱۹۷۷م کال کي بوټو له قدرت څخه کړ، د سني اسلام رول یې په حکومت او سیاست کي زیات کړ. ضیاء حکومت ته د اسلامي کولو په برخه کي لکه په شته قوانینو باندي بیا کنته او له قران او سنتو سره یې د برابرولو په برخه کي د سخت دریځه علماو واک زیات کړ ضیاء غوښتل چي د تعلمي نصاب له لاري اسلامي ائدیولوژي ترویج کړي اسلامي فکر ته د ضیاء نزدي کېدل په حقیقت کي د نظامي حکومت توجیه کول وه. د ضیاء دا هڅي چي غوښتل یې اسلامي شریعت تحمیل کړي د مذهبي ډلو ترمنځ د دې پر سر چي کوم ډول اسلام دي جار شي لانجې رامنځ ته کړې. د افغانستان لومړۍ جګړه (۱۳۶۸ ـ ۱۳۵۷) او وروسته د کشمیر پاڅون ۱۳۷۸ – ۱۳۶۸) په پاکستان کي د تند لاري په ډیرېدلو کي ځانګړی تاثیر درلود که څه هم دواړو پېښو مذهبي او جهادي بوي درلود ولي په حقیقت کي دواړه سیاسي وي. میلیټ براون چي په پاکستان کي د سی . آی ای د اداري رئیس وه وایې چي امریکا او سعودي عربستان د ۸۹-۱۹۸۶م کلونو په اوږدو کي له پاکستان سره ۵/۳ میلیارد ډالره مرسته وکړه ترڅو په افغانستان کي جهاد پیاوړي کړي. د سیا د سازمان موخه له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو ایستل وه. د دې کار لپاره یې په پاکستان کي دیني مدرسي رامنځ ته کړي ترڅو هغه زده کونکي چي په دیني مدرسو کي یې زده کړي بشپړي کړي وې په دغو مدرسوکي په جهاديونو او یا هم مبارزینو بدل کړي ترڅو په افغانستان کي د شوروي ځواکونو په وړاندي وجنګیږي. په افغانستان کي د جهاد له ختمېدواو د مجاهدینو له بریالي کیدو څخه وروسته پاکستان غوښتل چي دغه نسخه په کشمیر کي هم عملي کړي. پاکستان هغه جهادي ځواکونه چي د افغانستان له جګړې څخه وروسته بېکاره شوي وه د کشمیر جبهې ته یو وړل ترڅو په دغه سیمه کي د هند په وړاندي په بیلابېلو برخو کي مبارزي په مخ یوسي.

داځل مجاهدین دهغې جګړې لپاره چي د هندي کفارو په وړاندي د جهاد تر نامه لاندي تعریف شوي وه او (ای اس آي) یې مستقیم مدیریت په غاړه درلود تیار شول. د پاکستان پوځ په هیواد کي د ملي پیوستون د رامنځ ته کولواود ملت د یو کېدلو لپاره په ځانګړي توګه د هندو هند په واړندي اسلام پالنه يوه ښه وسیله بولي. د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایې کي د پاکستان پوځ او (دولتي چارواکو) هڅي وکړي ترڅو «نظامي اسلم پالنه» په داسي ډول مدیریت کړي چي د دولت د «ملت جوړوني» په سیاست کي د یوه مرسته کونکي عامل په توګه ځانګړی رول ولوبوي، پرته له دې چي خپلي اړیکي يې له لویځ سره کړکیچني شي. له بلوه پوځ او په ځانګړي توګه (ای اس آي) چي هم د هیواد په دننه کي له ځانګړي اقتدارڅخه برخمنه ده اوهم د هیواد د بهرني سیاست د اصلي چلونکو په توګه چي د افغانستان او کشمیر په اړه لومړي خبره دوي کوي، له مذهي ډلو څخه خپلو موخو ته د رسیدو لپاره ډیره ګټه اخلي. دغه نهاد په ښکاره توګه په کور دننه پاکستان او له کوره بهر په افغانستان او کشمیر کي د مذهبي ډلو ایجاد او پرورښت په غاړه لري. امریکایان هم په دي اعتراف کوي چي د پاکستان د پوځ په همکاري مو تندلاري جهادي ډلي رامنځ ته کړي ترڅو له کمونیزم سره مقابله وکړي. یوه کور ناستي پاکستاني افسر لیکلي چي د جنرال ضیاءالحق د سیاستونو اغیز « د وسله والو ځواکونو په منځ کي د تندي اسلام پالني زیاتیدل وه. چي د نظامیانو ایدئولوژي په تند لاري واوښته چي تخصص پالني پکي تر پښو لاندي شوه. که چیرته له دغو نظریاتو سره مقابله ونه شي د یوه وسله وال پوځ بنسټ، چي له مسلکي اړخه پیاوړي او له تکنولوژیک اړخه پرمختللي ده له منځه یوسي». دپاکستان اټومي پرګرام د سویلي اسیا لپاره ښه راتلونکي نه لري د پوځ کنټرول په اټومي وسلو باندي ډیري اندنېښنې را ولاړي کړي.د پاکستان اسلامي بنیاد ګرا ګوندونه د پوځ په وینه او پوست کي ځاي نیولي د وزیرستان، سوات، پاړه چنار، باجوړ او نوروسیمو حالات ورځ تربلي خرابیږي او د دې خطر زیات دي چي د افغانستان د دولت مخالفین په ځانګړي ډول اسلامي بنیادګرایان چي پاکستان کي اډې لري اټومي وسلو ته لاس رسی پیداکړي. چي په هغه وخت کي به د اټومي وسلو د خوندي کولو لپاره د نړي اقدام بي ځايه وي. د پاکستان پوځ  تر اټومي چتر لاندې ډیر خطر ناکي لوبي رواني کړي. پوځ فکر کوي چي اټومي وسلې یې هیواد له بهرنۍ حملې او بي ثباتي څخه ژغورلی شي خو پوځ د روسي سرنوشت هیر کړي چي په نړي کي تر ټولو د زیاتو او قوي اټومي وسلو درلودونکي وه. چي د سړي جګړي په دوران کي یې د امپراتورې او برم په ټوټه کیدو کي اټومي وسلو کوم رغنده رول ونه لوبول او د زوال کندي ته ولوید لري نه ده چي د پاکستان داخلي بي ثباتي به د دې هیواد ټوټه کیدو ته زمینه برابره کړي او د روسی په برخلک به اخته شي. د پاکستان پوځ د مذهبي تندلارو ډلو د روزلو لپاره د پښتنو له سیمو څخه کار اخلي چي دې کار په دغه سیمه کي ډیر ناورینونه رامنځ ته کړل دغه سیمي چي اسلامي تندلارو ته پوځ د اوسیدلو زمینه برابره کړي ډیر زیانونه لیدلي. د دغې سیمي وګړي په خپله خاوره، تل تحقیریږي، وژل کیږي او په هره برخه د حکومت له لوري ظلمونه ورسره روان دي. د دغو مظلومو وګړو د صبر کاسه ډکه شوي چي اوس یې د جبر او ظلم د پاي ته رسېدو له پاره پاڅونونه شروع کړي او د رېښتني ازادۍ لپاره یې مبارزو ته دوام ورکړي. دوي ته دا دا جوته شوي چي که چیرته د نورو ملتونو په څیر عزتمند او له پرمختګه ډک ژوند ولرو نو باید د لوي افغانستان تر نامه لاندي لراو بر بیرته سره يوځاي شو.

سرچیني

۱ – دنیا، احمد، پرورش تروریست‌ها در مدارس پاکستان،مترجم علی عطاران، فارن افرز.

۲ – سعیدی، احمد، پاکستان محمور شرارت، چاپ کال( چاپ سوم ۱۳۹۱)کابل

۳ – کریستین فیر، کرول، نبرد تا اخرین نفس، ترجمه،خالد خسرو،دچاپ کال(۱۳۹۶)کابل.

لیکوال: شفیع الله شهیر.
، کابل، افغانستان

 

Loading...

بیا وګوره

پاکستان په افغان جګړه کې ښکیل دي او د پردې تر شاه د يوه اړخ په توګه فعالیت کوي

پاکستان په سیمه کې يوه له هغه خطرناکه هیوادونو څخه بلل کیږي چې ډيره تکیه …

د پاکستان ملا او فاحشه يو شى دى

د پاکستان ملا او فاحشه ځکه يو شى دى، چې دواړه په څو ټکو پېسو …