The news is by your side.

د البېروني پوهنتون رئیس د تالبانو د سپک وضعیت له امله دنده پرېښوده

خبریال وېب پاڼه: د البېروني پوهنتون رئیس دوکتور عبدالقهار سروري له خپلې دندې استعفاء وکړه.

دوکتور سروري په یوه غږيز پيغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی ادعا کوي، چې د تالبانو له لوري البېروني پوهنتون ته معرفي شوی ځانګړی استازی د ده سپکاوی کوي او له همدې امله خپلې دندې پرېښودو ته اړ شوی دی.

نوموړی وایي، په خپله خوښه د هېوادوالو خدمت ته پاتې دی او هیچا ته به اجازه ور نکړي، چې ده ته سپکاوی وکړي.

دوکتور عبدالقهار سروري زیاتوي، دی اسیر نه دی، چې هرڅوک ورته سپکاوی وکړي.

نوموړی په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزیر ته په خطاب کې وایي:

« زه د پوهنتون رئیس یم او دوکتور یم کوم بېکاره سړی نه یم، تاسو راته د همت په نوم يو استازی  ټاکلی، چې زما په کارونو کې لاسوهنه کوي. زه رئيس یم هغه ته هېڅ اړتیا نشته. دا په اصل کې ماته نه د لوړو زده کړو وزیر ته سپکاوی دی. نه پوهېږم دا جاسوس دی که بل څوک او که دې ته ادارې ته د جاسوسۍ د روزنځای فکر کوي.»

ښاغلی سروري زیاتوي، چې په لوړو سترګو یې دوکتورا ترلاسه کړې او د تالبانو د رالېږل شوي استازي په څېر هرکال لسګونه کسان فارغوي.

نوموړی وایي، د همت په نوم ځانګړی استازی هره ورځ راته ګواښونه کوي او له همدې امله تنګ شوی، چې خپله دنده پرېږدي.

دوکتور سروري وایي: « دا کوم کودکستان نه دی، چې ماشومان رالېږي، که دا مهم وي نو زما پر ځای همدا مقرر کړی. بندي مې کړئ، خو سپکاوی مې مه کوئ. دا نه ادب لري، نه استعداد لري او نه هم کوم شخصیت لري.»

هغه زیاتوي په تېرو څلورو میاشتو کې یې د دولت له لوري يوه روپۍ هم نه ده اخیستې، چې دا د لوړو زده کړو وزارت لپاره د شرم ځای دی، چې مامورین یې په سختو حالاتو کې شپې او ورځې سبا کوي.

هغه په زغرده د لوړو زده کړو وزیر عبدال باقي حق اني ته وایي، که د لوړو زده کړو وزارت او د پوهنتون ریاست په ارزښت او ځای پوهېږي نو رالېږل شوی بېکاره استازې دې له دې ځایه لرې کړي.

هغه په ټینګار سره ویلي، چې نور به هېڅکله همت نومي هلک ته اجازه ورنکړي، چې د پوهنتون په چارو کې لاسوهنه وکړي او هیله یې ښودلې، چې د لوړو زده کړو وزارت مسوولین به هم دې ستونزې ته رسیده ګي کوي.

د لوړو زده کړو وزارت بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د البېروني پوهنتون رئیس داسې مهال له خپلې دندې استعفاء کوي، چې د لوړو زده کړو وزیر په پاکستان کې دی اوتازه نن پاکستان کې تر ټولو لویې حقانیه مدرسې ته ورغلی او له هغه ځایه یې لیدنه کړې ده.

هغه هلته د یادې مدرسې له مشر سره لیدلي او د ځینې مسائلو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دا چې دواړه پر کومو موضوعاتو خبرې کړې معلومه نه ده.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې حقانيه مدرسې په یوه بیان کې ویاړ کړی و، چې د دوی شاګردان اوس په افغانستان کې واکمنان دي.

د یادونې ده، له دې وړاندې د کابل پوهنتون د ریاست پر څوکۍ د تالبانو له لوري ګمارل شوي رئیس د ګڼو هېوادوالو غبرګونونه راپارولي وو.

د نظر خاوندان وایي، که تالبان د هېواد دا تعليمي څهرو ته سپکاوی وکړي نو دوی به هم له سخت حالت او د ولس له سخت غبرګون سره مخ شي.

Comments are closed.