The news is by your side.

افغانستان کې د خوراکي او سون توکو بیو وزرونه کړي

خبریال وېب پاڼه:  د تالبانو د حکومت په راتګ سره په ټول هېواد کې د بېوزلۍ د کچې له لوړېدو سره سره د خوراکي اوسون توک بیې هم په بې ساري ډول مخ په لوړېدو دي.

د کابل ښاریان او یو شمېر نورو ولایتونو ښاریان وایي، که تالب چارواکي د دې حالت مخنیوی ونه کړي نو ښايي ګڼ خلک د لوږې له امله د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د کابل  اوسېدونکی، عبدالله، چې پر کراچۍ تازه مېوه پلوري وایي، نهه کسیزه کورنۍ لري، چې د پاللو لپاره یې له سخت حالت سره مخ دی.

دی وایي له یوه لوري بېکاري او د پېر او پلور د بازار بې خوندي او بل لورته د توکو د بیو لوړښت هغه څه دي، چې ټول ولس یې اندېښمن کړی دی.

دغه راز د لغمان او ننګرهار اوسېدونکي محمدي او سیف الرحمن وایي، د خوراکي او سون توکو بیو وزرونه کړي دي.

دوی وایي، تېره اونۍ یوه بورۍ ۵۰ کیلويي وړه په ۲۲۵۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یې بیه تر ۲۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې.

دغه راز د غوړیو او سون توکو په بیو کې هم په بې ساري ډول لوړوال راغلی دی.

عام افغانان وایي که د بیو لوړښت همداسې دوام ولري ښايي ګڼ خلک د لوږې له امله د حکومت پر ضد پاڅون وکړي.

تېره اوونۍ:

۵۰ کیلويي بوجۍ وړه ۲۲۵۰ افغانۍ

یو لس لیتره بوشکه غوړي ۱۴۰۰ افغانۍ

یو لیتر پطرول ۷۷ افغانۍ

یو لیتر ډیزل ۷۲ افغانۍ

یو کیلو مایع ګاز ۸۴ افغانۍ

اوس:

۵۰ کیلويي بوجۍ وړه ۲۶۰۰ افغانۍ

یو لس لیتره بوشکه غوړي ۱۷۵۰ افغانۍ

یو لیتر پطرول ۹۲ افغانۍ

یو لیتر ډیزل ۸۴ افغانۍ

یو کیلو مایع ګاز ۹۴ افغانۍ

بل لورته بیا چارواکي د قیمتونو د لوړوالي د مخنیوي په برخه کې عاجزه دي.

دوی وایي، په آزاد بازار کې دوی نشي کولای د قیمتونو مخه ونیسي ځکه توکي په ډالرو اخیستل کېږي او ډالر هره ورځ په لوړېدو دي.

عام خلک بیا تالب چارواکي په خپلو کارونو کې پاتې بولي او وایي که ولس ته خدمات نشي وړاندې کولی نو څوکۍ دې پرېږدی، چې وړ کسان یې پرځای دنده ترسره کړي.

Comments are closed.