fbpx

فلمي ستورې په مينه کې له ناکامۍ وروسته ځانوژنه وکړه

د هندي فلمونو يوې ستورې ياشيکا په مينه کې له ناکامۍ وروسته ځان وژنه وکړه، د رسنيو د راپورونو په وينا، د هغې مړه پوليسو د هغې په کور کې وموند.

هندي رسنۍ وايي، چې د په هند کې د تمل فلمونو ستورې ياشيکا ځان وژنه وکړه، هغې ځان زندۍ کړى و. د راپورونو تر مخه، اداکارې ياشيکا له ځان وژنې مخکې خپلې مور ته په وټساپ باندې پېغام هم لېږلى و او هغې ته يې ويلي و چې په مينه کې له ناکامۍ وروسته دې ته تياره شوې چې ځان ووژني.

رپورټونه کاږي، چې ياشيکا له تېرو ٤ مياشتو راهيسې له خپل ملګري موهن بابو سره يو ځاى اوسېده، خو درې ورځې مخکې د دواړو ترمنځ جنګ وشو او موهن ياشيکا پرېښوده او ترې لاړ.

ځايي پوليس وايي چې د ياشيکا د ملګري موهن بابو پر ضد يې دوسيه جوړه کړې او اوس د هغه په لټون کې دي. همدا راز د ياشيکا مړى د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته لېږل شوى دى.

ياده دې وي چې اداکاره ياشيکا په تمل فلمونو کې کار کاوه او همدا راز په تمل سريالونو کې يې هم کار کړى و.

ياده دې وي چې په هندي سينما کې د ديويا بهارتي مړينه تراوسه پورې هم معما ده، هغه د هندي فلمونو يوه ښايستوکې ستورې وه، چې د ١٩٩٣ کال د اپريل په ٥مه نېټه له دريم منزل څخه راولوېده او خپل ژوند يې له لاسه ورکړ، تراوسه پورې د هغې د مړينې په اړه دقيق راپورونه نشته، چې ايا ځان وژنه يې کړې وه او که چا وژلې.

ديويا بهارتي
ديويا بهارتي

همدا راز د هندي فلمونو يوې بلې ستورې جيا خان هم په ٢٠١٣ کال کې ځان وژنه کړې وه او په خپل ليکلي خط کې يې ويلي و، چې هغه د سورج پنچولي سره مينه کوله، خو هغه ورته په مينه کې دوکه ورکړه، نو له دغه امله ځان وژنه کوي.

جيا خان د امريکا په نيويارک ښار کې زېږېدلې وه او په ٢٠٠٧م کال کې يې په هندي فلمونو کې کار پيل کړى و، چې د عامر خان په مشهور فلم (ګجيني) کې هم لوبېدلې وه.