fbpx

عامر خان به د خپل راروان فلم لارښود هم وي

د هندي فلمونو نوموتى فلمي ستورى عامر خان غواړي چې د خپل راروان فلم ((مغل)) لارښود يا ډايريکټر هم وي، د هغه وروستى فلم چې د ((ټهګز آف هندوستان)) په نوم نندارې ته وړاندې شوى و، له ناکامۍ سره مخ شوى.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، عامر خان به د هندي سينما يو پروډيوسر او د هند د تر ټولو لوى فلمي شرکت ټي سيريز بنسټ ګر ګلشن کمار په ژوند په جوړېدونکي فلم ((مغل)) کې مرکزي رول ولوبوي، بکې د دغه فلم لارښود به هم عامر خان په خپله وي.

تېر کال عامر خان اعلان وکړ، چې د ګلشن کمار په ژوند جوړېدونکى فلم ((مغل)) يې پرېښى او نه غواړي چې کار پکې وکړي، د دې لامل يې دا وښود، چې د فلم په لارښود يا ډايريکټر سبهاش کپور باندې د جنسي تېري تور لګېدلى و، نو عامر خان غوښتل چې نه غواړي له داسې يوه لارښود يا ډايريکټر سره کار وکړي، چې د جنسي تېري تور پرې لګېدلى وي. عامر خان دا اعلان هغه مهال کړى و چې د هغه فلم ((ټهګز آف هندوستان)) لا نندارې ته نه و وړاندې شوى.

خو کله چې ((ټهګز آف هندوستان)) فلم نندارې ته وړاندې شو، نو له سختې ناکامۍ سره مخ شو او له هغه وروسته عامر خان له خپل تېر بيان څخه تېر شو او وې ويل چې په ((مغل)) فلم کې کار کوي، خو يوازينى شرط يې دا و چې د فلم لارښود يا ډايريکټر دې بدل کړاى شي.

د فلم لپاره د فلم پروډيوسر په نوي ډايريکټر پسې ډېر وګرځېد، خو داسې څوک يې پېدا نکړ، چې له عامر خان سره کار وکړي، همدا و چې اوس تازه خبر دا دى چې عامر خان به د دې فلم ډايريکټر هم په خپله وي.

ياد دې وي چې دا لومړى ځل نه دى چې عامر خان به د يو فلم لارښود يا ډايريکټر وي، بلکې له دې مخکې نوموړي د ((تارى زمين پر)) په نوم يو فلم هم د ډايريکټر په حېث جوړ کړى و، چې کامياب شوى و او خلکو ډېر زيات خوښ کړى و.تارى زمين پر

د عامر خان ((تارى زمين پر)) فلم د ښوونځي د يوه ماشوم کيسه کوي، چې له نندارې ته وړاندې کېدو وروسته ډېر وستايل شو او په ځانګړې توګه د ښوونځي استادانو او شاګردانو لپاره يې کتل خلکو ډېر ښه وګڼل. دا فلم په ٢٠٠٧ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و او هغه مهال يې په هند کې خوا و شا ٩٠٠ ميليونه هندي کلدارې ګټلې وې.