fbpx

د نړۍ تر ټولو اوچت هوټل د خلکو پر مخ پرانيستل شو

ايا د نړۍ په تر ټولو لوى هوټل کې مو کله ناسته يا خوراک کړى دى؟ بالکل به مو نه وي کړى، خو راځئ چې د برج خليفه تعمير په اړه درته معلومات درکړو، چې اوس پکې نوى د خلکو لپاره تر ټولو اوچت هوټل هم پرانيستل شوى، چې که تاسې پکې يوازې چاى هم وڅښئ، نو ١٢ زره افغانۍ به ورکوئ.

په دوبۍ کې د برج خليفه تعمير د نړۍ تر ټولو اوچت يا لوى تعمير دى، چې اوچتوالى يې خوا و شا ٨٢٨ ميټر دى.  دا د نړۍ تر ټولو ښکلى او ښايسته تعمير هم دى، چې ١٦٠ منزلونه لري. په دې تعمير کې ډېر پرمختللي او ښکلي هوټلونه مخکې هم و، خو اوس د نړۍ تر ټولو لوى دې تعمير په وروستيو لس منزلونو کې په درې منزلونو کې هوټل پرانيستل شوى دى.

دا هم ولولئ: پاکستان کې د خرو کاروبار زبردست پرمختګ کړى دى

خليج ټايمز وېبپاڼې په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د برج خليفه تعمير له ١٥٢ منزل څخه تر ١٥٤ منزل پورې يو درې منزله هوټل د ولس پر مخ پرانيستل شوى دى، چې دا د نړۍ تر ټولو اوچت مقام باندې دى.

برج خليفه ٢

په دې هوټل کې به خلک چاى، د تازه مېوې اوبه او خواږه خوراکونه کوي او همدا راز پکې د موسيقۍ بندوبست هم شته، چې دلته به ترې خلک خوند اخلي.

دا هوټل هره ورځ غرمه له ١٢ بجو څخه وروسته د خلکو پر مخ پرانيستل کېږي او خلک پکې کولاى شي چې د شپې تر ناوخته پورې پکې ناسته وکړي او همدا راز له خوراکونو او موسيقۍ خوند واخلي.

که تاسې غواړئ چې د نړۍ په دې تر ټولو اوچت هوټل کې چاى وڅښئ، نو د يو چاى لپاره بايد تاسې دلته ٥٥٠ درهم ورکړئ، چې خوا و شا ١١ زره افغانۍ کېږي.

په دې هوټل کې که څوک تر ټولو ارزانه خوراک وکړي، نو خوا و شا ١٢ زره افغانۍ به ورکوي، بيا که ښه خوراک کوي، نو د يو وخت خوراک به ورته خوا و شا شل زره افغانۍ پرېوځي.