fbpx

د رنوير او عاليې نوى فلم ليدونکو خوښ کړى

د هند سينما د نوموتو فلمي ستورو رنوير سنګ او عاليه بټ نوى فلم ((ګلي بواى)) خلکو خوښ کړى دى او دغه فلم په دوه ورځو کې ٣٢.٥٠ کروړه هندي کلدارې يا شا و خوا ٣٢٥ ميليونه هندي کلدارې کړي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د فلم ليدونکي تر څنګ فلمي نقادانو هم ويلي دي چې رنوير سنګ د هندي سينما نوى (کنګ) يا (پاچا) دى. د ځوان فلمي ستوري رنوير سنګ نوى فلم ((ګلي بواى)) د ويلنټاين ډى يا د عاشقانو په ورځ ندارې ته وړاندې شو، چې که يوې خواته فلمي کره کتونکو دا فلم وستايه، نو بل خوا د فلم د لومړۍ ورځې له پېسو اندازه وشوه، چې ولس هم فلم خوښ کړى دى او د بريا سند يې ورکړى.

((ګلي بواى)) چې د فبرورۍ په ١٤مه نېټه نندارې ته وړاندې شو، په لومړۍ ورځ يې ١٩ کروړه يا ١٩٠ ميليونه هندي کلدارې وکړې او د روان کال د لومړۍ ورځې تر ټولو زياتې پېسې ګټونکى فلم شو. په دوهمه ورځ بيا دې فلم ١٣ کروړه يا ١٣٠ ميليونه هندي کلدارې وګټلې.

بل خوا دې فلم په نوره نړۍ کې هم ښې پېسې ګټلي دي او فلمي کره کتونکي وايي، چې دا فلم به ډېر ژر د سل کروړه روپيو په ګټلو بريالى شي. د فلم لارښوده يا ډايريکټره زويا اختر اوس په دې فکر کې ده، چې په ٤ ورځو کې به دا فلم پنځوس کروړه يا پنځه سوه ميليونه هندي کلدارې وګټي.

د زويا اختر په دې فلم کې مرکزي رول رنوير سنګ او عاليه بټ ترسره کړى دى، چې دا فلم په هند کې د کوڅو په دوه رېپ سندرغاړو باندې جوړ شوى دى، چې يو وخت يې لوى نوم پېدا کړى و.

ياده دې وي چې په هندي سينما کې د (کنګ) يا (پاچا) لقب نوموتي فلمي ستوري شاه رخ خان ته کارول کېږي، خو اوس ځينې فلمي کره کتونکي وايي، چې رنوير سنګ به د شاه رخ خان ځاى ونيسي، ځکه د شاه رخ خان پرله پسې څو فلمونه ناکامه شول او د رنوير سنګ هر يو نوى فلم له تېر فلم څخه ډېره کاميابي ترلاسه کوي.دپيکا پاډوکون او رنوير سنګ

رنوير سنګ په نږدې وختونو کې له نوموتې او ښايستوکې فلمي ستورې دپيکا پاډوکون سره واده هم وکړ او د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، چې رنوير سنګ خپل کډه د دپيکا پاډوکون کور ته وړې ده.