fbpx

فېسبوک څو بيليونه ډالره جريمه شو

په امريکا کې د ټولنيزو رسنيو نوموتې وېبپاڼه فېسبوک څو بيليونه ډالره جريمه شوې ده. ويل کېږي دا وېبپاڼه ځکه جريمه شوه، چې د خپلو کاروونکو شخصي معلومات يې بلې ادارې ته ورکړي ول.

د امريکايي ورځپاڼې ((واشنګټن پوسټ)) د راپور تر مخه، په امريکا کې يوه ځايي محکمې د ټولنيزو رسنيو تر ټولو نوموتې وېبپاڼه فېسبوک د ٢٠١١ کال د قانون تر مخه، چې د خلکو د شخصي معلوماتو د خپرولو جرم يې کړى، باندې څو بيليونه ډالره جريمه کړه.

فېسبوک د ٨٠ ميليونو څخه زياتو کاروونکو ذاتي معلومات يو آيي ټي شرکت ((کېمبرج انالاټيکا)) باندې خرڅ کړي و. ياد شرکت هڅه کړې وه چې د دې معلوماتو له مخې په امريکا کې په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، چې بيا کانګريس د فېسبوک بنسټګر او مشر مارک زوکربرګ ورغوښتى او ترې يې پوښتنې ګرويږنې کړې وې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په وينا، چې فېسبوک څو بيليونه ډالره جريمه شوى دى او د فېسبوک مشر اوس په دې هڅه کې دى، چې دا جريمه راکمه کړي، دوى وايي چې مارک زوکربرګ د امريکايي کميسيون سره په دې اړه مذاکرات کوي، خو د امريکا پارلمان بيا وايي چې د فېسبوک پر ضد سخت ګامونه پورته شي.کېمبرج انالاټيکا

ياده دې وي چې د فېسبوک مشر مارک زوکربرګ دا منلې وه، چې دغه آيي ټي شرکت ته يې د خپلو کاروونکو معلومات ورکړي و، خو دى زياتوي چې د دغه معلوماتو د غلط استعمال له امله دغه شرکت له قرارداد څخه سرغړونه کړې ده او په دې اړه يې د فېسبوک ادارې ته هېڅ هم نه دي ويلي.

فېسبوک په ټولنيزو رسنيو کې هغه وېبپاڼه ده، چې د نړۍ تر ټولو زيات خلک يې کاروي، دا په نړۍ کې په دريمه درجه وېبپاڼه ده او همدا راز هره مياشت دا وېبپاڼه ٢.٢ بيليونه کسان کاروي.

پنځلس کاله مخکې په ٢٠٠٤ کې جوړه شوې فېسبوک وېبپاڼې يوازې په ٢٠١٨ کال کې له ٥٥ بيليونو څخه زيات ډالر ګټلي دي.