fbpx

د يو ٤٠ کلن سړي جنسي غلامه يم

يوه ١٧ کلنه کډواله چې د افريقا ده او په لېبيا کې ژوند کوي، وايي چې له تېرو ٩ مياشتو راهيسې د يو ٤٠ کلن سړي جنسي غلامه ده او نوره له ژونده دومره تنګه شوې ده، چې کله کله غواړي ځان وژنه وکړي. دا افريقايي ١٧ کلنه مريم وايي چې د هغې وړه خور او يوه بله ښځه هم ورسره دلته په بند کې دي.

دغه ١٧ کلنې کډوالې، چې اوس مهال په لېبيا کې د يو څلوېښت کلن سړي جنسي غلامه ده، کډوال نيوز ته په يو ليک کې خپله کيسه کړې ده، کډوال نيوز د نوموړې نجلۍ نوم او هويت پټ کړى دى، خو د هغې کيسه يې له خپلو لوستونکو سره شريکه کړې ده.

په خپله کيسه کې دغه کډوالې نجلۍ، چې ١٧ کلنه ده او د افريقا څخه راغلې ده، چې له تېر يو کال راهيسې په لېبيا کې ژوند کوي. هغه لومړى د کډوالو په يوه استوګنځي کې پاتې کېده، خو يوه ورځ يو څلوېښت کلن سړي له دغه استوګنځي څخه له ځان سره بوتلله، چې اوس له تېرو نهه مياشتو راهيسې د دغه سړي جنسي غلامه ده. هغه وايي، هره شپه راباندې جنسي تېرى کوي.

١٧ کلنه مريم وايي، چې زما د وړې خور روحي وضعيت خراب شوى دى، خورب مې له ځان سره خبرې کوي او زه په خپله هره شپه ډاروونکي خوبونه وينم. هغه زياتوي چې په ډاروونکو خوبونو کې ګورم چې سړي پر ما جنسي تېرى کوي.

مريم وايي چې له دوى سره يوه بله ښځه هم دلته بندي ده، د دغه څلوېښت کلن سړي يو بل ملګرى هم شته، چې هغه هره شپه راځي او په دغه بله ښځه جنسي تېرى کوي. مريم وايي چې دوى ورته هره ورځ يوازې ډوډۍ او اوبه ورکوي، تر څو مړې نه شي.

هغه په خپل ليک کې ليکلي دي، چې دغه څلوېښت کلن سړى ورته وايي، چې دوى به ژر اروپا ته لاړ شي، خو په وينا، چې هغه درواغ وايي، ځکه له تېرو ٩ مياشتو راهيسې دوى په همدغه يو ځاى کې د بنديانو په څېر ژوند تېروي.

هغه په خپل ليک کې پوښتنه کوي، چې ولې بايد په داسې يو ناوړه او غېر انساني وضعيت کې ژوند وکړي، هغه وايي چې هېڅ جرم يې نه دى کړى، خو دوى ورسره داسې بد چلند کوي، چې څوک به يې له حېواناتو سره هم ونکړي. هغه وايي زه يوازې ١٧ کلنه يم او غواړم چې ښه ژوند وکړم.

په خپل ليک کې مريم ليکلي دي، چې په لېبيا کې نابلده ده او چېرته تللى هم نه شي، هغه وايي چېرته وتښتم او له چا سره اړيکه ټينګه کړم؟ هغه وايي چې دغلته هېڅوک نه پېژني.

١٧ کلنه مريم د ليک په اخر کې وايي، چې نوره له ژونده ستړې شوې ده او کله نا کله دا فکر هم کوي، چې بايد ځان ووژني، ځکه دغه ځاى ورته له دوزخ کم نه دى، ځکه زيات وخت دا فکر کوي چې له دغه ځاى څخه به هېڅ کله هم ونه وځي.

هغه له کډوال نيوز څخه غوښتنه کړې ده، چې مرستې ته يې اړتيا لري او ورسره دې مرسته وکړي.

دغه وېبپاڼې د ١٧ کلنې مريم د ليک پاى ته رسېدو نه وروسته په يادښت کې ليکلي دي، چې دوى د مريم د وضعيت په اړه نړيوالو سازمانونو ته خبردارى ورکړى دى.

خو د ١٧ کلنې مريم له دې حالت څخه په ډېر ښه توګه دا ښکاره کېږي، چې کوم خلک په قاچاقي ډول له خپلو هېوادونو هڅه کوي، چې اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، هغوى له کوم سخت حالت سره مخ کېږي. ځکه ډېرى افغانان هم په قاچاقي ډول نورو هېوادونو ته ځي، چې زيات شمېر يې په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او يا هم له داسې يو حالت سره مخ کېږي، چې له مرګه هم ورته بدتر وي.