fbpx

د پاکستان بېرغ که د تشناب کاغذ؟ ګوګل هم پاکستان وپېژانده

په نړۍ کې په ترهګرۍ مشهور هېواد پاکستان اوس د ګوګل له خوا په يوه بل څيز هم وپېژندل شو، اوس چې څوک د ګوګل په لټون بار کې د تشناب کاغذ پلټي، نو هم ورته ګوګل د پاکستان د بېرغ انځورونه رااړوي.

که چېرته په ګوګل کې وليکئ چې (Best Toilet Paper In The World) [د نړۍ تر ټولو ښه تشناب کاغذ] نو په نتيجه کې به يې يوازې د پاکستان شين او سپين بېرغ ووينئ، يعنې معنا دا چې ګوګل هم په دې وپوهېده، چې د پاکستان د بېرغ ځاى يوازې او يوازې تشناب دى.

ځينې خلک وايي، چې دا کار له هغه وروسته شوى دى، چې د پاکستان يوې ترهګرې ډلې (جېش محمد) په هندي پوځيانو د هند تر ولکې لاندې کشمير کې بريد وکړ او خوا و شا ٤٦ هندي پوځيان يې ووژل، چې له هغه وروسته ځينو خلکو د پاکستان بېرغ د تشناب کاغذ سره پرتله کړ.

تېره ورځ په هندي پوځيانو ياد بريد ټول هند سخت په قهر کړى دى، تر دې پورې چې نريندرا مودي پاکستان ته اخطار ورکړى، چې د ياد بريد په اړه به ورته سخت ځواب ورکړي.

دا هم ولولئ: هند پاکستان ته پر مخ يوه بله کلکه څپېړه ورکړه

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي له هند څخه د اسنادو غوښتنه کوله، چې د هند لومړي وزير ورته وويل، چې دوى اسناد هم لري، چې دا بريد په پاکستان کې طرحه شوى دى. همدا راز په ايراني پوځيانو د بريد پړه هم په پاکستان وراچول شوې ده.

هند دغه بريد په ځواب کې په هند کې رسماً په پاکستاني فلمي ستورو بندېز ولګاوه، چې له دې وروسته هېڅ پاکستانى اداکار او سندرغاړى نه شي کولاى چې په هندي فلمونو کې او يا هم په سريالونو کې کار وکړي.

همدا راز د پاکستان سپر ليګ سيالۍ د نشرولو د حقوقو قرارداد د يو هندي شرکت سره شوى و، چې ياد هندي شرکت له دغه بريد وروسته د لوبو له نشرولو څخه انکار وکړ. همدا راز د هند د موسيقۍ لوى شرکت (ټي سيريز) هم د پاکستاني سندرغاړو سندرې د خپل يوټيوب چېنل څخه ډيليټ کړي دي.

د هند پوځ په خپل يو خبر کې دا ادعا هم کړې ده، چې د پلوامه بريد طراح، چې پاکستانى و، وژلى يې دى.

دا هم ولولئ: د هند او پاکستان حالت ترينګلى، پاکستان خپل کمېشنر له هند څخه وويست

خو دا پېښه چې په ګوګل کې د ښه تشناب کاغذ لټولو سره سم درته د پاکستان بېرغ راځي، نوې ده او ويل کېږي چې دا پېښه له دغه بريد وروسته شوې ده او ګوګل د پلوامه بريد نه وروسته خلکو ته د تشناب کاغذ پر ځاى د پاکستان د بېرغ انځورونه په نتيجه کې راولي.

خو يو ډېرى خلک دا هم وايي، چې د پاکستان د بېرغ سم ځاى هم تشناب ډى او دا هېواد ايله اوس ګوګل هم وپېژندلو، چې د نړۍ د ښه تشناب کاغذ جايزه يې د پاکستان بېرغ ته ورکړه.