fbpx

سلمان خان له خپل فلم څخه پاکستانى سندرغاړى وشړلو

د هندي فلمونو نوموتي ستوري سلمان خان له خپل راروان فلم ((نوټ بک)) څخه پاکستانى سندرغاړى عاطف اسلم وشړلو. سلمان خان دا کار د پلوامه بريد نه وروسته وکړ.

د هند تر ولکې لاندې کشمير کې په هندي پوځيانو په بريد کې ٤٦ هندي پوځيان ووژل شو، همدا راز له هغه وروسته تېره ورځ يو ځل بيا په يوه پېښه کې ٥ پوځيان وژل شوي دي. د پلوامه بريد څخه وروسته هند وويل چې ياد بريد پاکستان کړى دى او دا بريد يې د جيش محمد ترهګرې ډلې په مرسته ترسره کړى دى، نو له هغه وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې نورې هم ترينګلې شوې.

په تېرو څو ورځو کې که يوې خواته د هند لومړي وزير پاکستان ته اخطار ورکړ، چې د دغه بريد ځواب به ورکوي، نو بلخوا د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي دي، که چېرته هند پر دوى بريد وکړي، نو پاکستان هم جنګ ته تيار ولاړ دى، خو پاکستان سمدلاسه بيا له ملګرو ملتونو څخه هم غوښتنه کړې ده، چې د دوى او د هند اړيکې بېرته سمې کړي، چې هسې نه هند پر دوى بريد وکړي.

دا هم ولولئ: پاکستان ملګرو ملتونو ته زارۍ شروع کړې

بلخوا د پلوامه بريد نه وروسته د هند حکومت رسماً په پاکستاني اداکارانو بندېز ولګاوه او وې ويل چې نور هېڅ پاکستانى اداکار نه شي کولاى چې په هندي فلمونو او سريالونو کې کار وکړي. همدا راز د پاکستان د سپر ليګ سياليو د خپرولو حقوق هم له يوې هندي شرکت سره و، چې درې کلن قرارداد ورسره شوى و، خو د دغه بريد نه وروسته ياد شرکت د دغه لوبو د خپرولو نه انکار وکړ. همدا راز دا هم ويل شوي دي چې د هند حکومت اعلان کړى دى، چې په دغه هېواد کې کوم پاکستانيان په ويزه راغلي وي، په ٤٨ ساعتونو کې دې ووځي.

خو اوس بل تازه خبر دا دى چې د سلمان خان راروان فلم ((نوټ بک)) چې د هغه د خپل پروډکشن له خوا جوړېږي، څخه د پاکستان مشهور سندرغاړى عاطف اسلم ويستل شوى دى. ويل کېږي چې سلمان خان خپل پروډکشن ((سلمان خان فلمز)) ته ويلي دي چې ژر تر ژره دې د پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم پر ځاى کوم بل هندى سندرغاړى واخلي، چې د دوى د فلم سندرې ريکارډ کړي. ويل کېږي چې په دغه فلم کې عاطف اسلم سندرې ريکارډ کړې وې، خو اوس دوى مجبوره دي چې دغه سندرې يو ځل بيا ريکارډ کړي.

دا هم ولولئ: هند پر پاکستاني هنرمندانو بندېز ولګاوه

ياده دې وي چې د پاکستان د دغه ترهګريز بريد نه وروسته مشهور ليکوال، نغمه ليکونکى او فلم ليکونکى جاوېد اختر او د هغه مېرمن او نوموتې اداکاره شبانه اعظمي هم د پاکستان کراچۍ ته خپل سفر لغوه کړ او وې ويل چې نه شي کولاى داسې يو هېواد ته لاړ شي، چې د دوى پر پوځيانو يې ترهګريز بريد کړى وي. همدا راز د هند د کامېډي خپرونې (دي کپل شرما شو) څخه نوجوت سنګ سدهو په دې خبره وويستل شو، چې د پاکستان په حق کې يې خبره کړې وه.

Loading...