fbpx

ايرلېنډى کپتان: د افغانستان لوبډله، يوه پياوړې لوبډله ده

د افغانستان او ايرلېنډ ملي لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار کې ٣ شل اوريزې، ٥ يو ورځنۍ او ١ ټېسټ لوبه ترسره کېږي، چې دا لومړى ځل دى افغان لوبډله د يوې بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډلې کوربه توب په ټېسټ لوبه کې کوي.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ يادې لوبې، د فبرورۍ له ٢١مې نېټې څخه پيلېږي او دا لوبې به بيا د مارچ مياشتې تر ١٩مې پورې دوام وکوي. د همدې لوبو د پيل نه مخکې، نن ورځ د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو د هند په دهرادون ښار کې يوه ګډه خبري ناسته وکړه.

د افغانستان لوبډلې لوبډلمشر اصفر افغان د خپلې لوبډلې د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او وې ويل چې ((زموږ لوبډله له تېرې يوې مياشتې راهيسې دلته په هندوستان کې پر تمريناتو بوخته ده او له همدې امله موږ راتلونکو لوبو ته بشپړ چمتووالى لرو.))

اصغر افغان په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د ايرلېنډ پر وړاندې د سياليو راتلونکې لړۍ به له دوى سره د کرکټ نړيوال جام لپاره په چمتووالي کې هم مرسته وکړي.

دا هم ولولئ: شفيق ستانکزى: که ولسمشر مې يو کال مخکې استعفا منلې واى، د افغانستان بشپړ غړيتوب ترلاسه کول ناشونى و

همدا راز پال سټرلنګ، چې د افغانستان پر وړاندې د شل اوريزو لوبو لپاره د ايرلېنډ لوبډلې کپتان دى، په دغه خبري ناسته کې وويل چې ((د افغانستان لوبډله، يوه پياوړې لوبډله ده او له تېرو څو کلونو راپه دې خوا يې په شل اوريزو لوبو کې ښې لاسته راوړنې درلودې.))افغانستان او ايرلېنډ

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې دا زموږ لومړى ځل دى چې په دهرادون کې لوبې کوو او هڅه به مو دا وي، چې دلته له هوا سره هم ځان بلد کړو. نوموړى وايي، له هوا سره د ځان بلدولو کې په مو ګټه دا وي چې په راتلونکو لوبو کې له خپلې سيالې لوبډلې سره رقابتي لوبې وکړو.

ياده دې وي چې د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلې د هند دهرادون ښار په راجيوګاندي لوبغالي کې ٣ شل اوريزې، ٥ يو ورځنۍ او ١ ټېسټ لوبه لري، چې ټولې لوبې نړيوالې لوبې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په يوه خبر کې ويلي دي چې د هندوستان (ډي سپورټ) ټلويزيون به د افغانستان او ايرلېنډ پنځه لوبې په ژوندۍ بڼه خپروي. چې د هغوى په وينا په دغه برخه کې به لومړۍ شل اوريزه لوبه (٢١ فبروري)، دوهمه شل اوريزه لوبه (٢٣ فبروري)، لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه (٢٨ فبروري)، دريمه پنځوس اوريزه لوبه (٥ مارچ) او څلورمه پنځوس اوريزه لوبه (٨ مارچ) په ټلويزيون په ژوندۍ بڼه وښودل شي.