fbpx

٥٥ کلن سړي له ځانه کارټون جوړ کړى

په امريکا کې يو ٥٥ کلن سړي خپل بدن او شکل د نوموتي جاپاني کارټون ((ماسټر روشي)) په څېر جوړ کړى دى. چې په ټولنيزو رسنيو کې خلکو ډېر ستايلى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو تر مخه، دغه کس چې ځان يې د يو کارټون په څېر جوړ کړى دى، کوم ځوان هلک يا د پوهنتون شاګرد نه دى، بلکې دا يو پنځه پنځوس کلن سړى دى، د بدن له تکړښت (باډي بلډنګ) سره هم ډېره مينه لري، چې د شپه و ورځ له زيار وروسته يې خپل بدن د مشهور جاپاني کارټون په څېر کړى دى.

هسې خو دا امريکايي خپل په دې ډېر خوښېږي چې خپله پېژندنه د ((ماسټر روشي)) په نوم وکړي، ده له ځوانۍ څخه د باډي بلډنګ سره ډېره مينه درلوده او همدا راز په کارټونانو کې يې ((ماسټر روشي)) ډېر خوښېده. هغه چون له ډېر وخت راهيسې باډي بلډري کوله، نو د خپل بدن د دغه کارټون په څېر جوړولو لپاره يې ډېر تکليف ونه کړ، بلکې پنځه ساعته به يې کلب کې تېرولې، له پروټين ډک خوراکونه يې کول او يو ساعت به يې پرله پسې منډه وهله.

دا هم ولولئ:

د نړۍ تر اوچت هوټل د خلکو پر مخ پرانيستل شو

دا نجلۍ صابون د آيسکريم په څېر په خوند خوري

د پاکستان بېرغ که د تشناب کاغذ؟

د دغه سړي خپل نوم ډريګن بالزي دى، چې د انځورونو او ويډيوګانو له ليدو وروسته يې ډېرى خلک مينه وال شو او ګوته په غاښ ورته پاتې شو. په زرګونو خلکو هغه په ټولنيزو رسنيو تعقيب کړ او د هغه ستاينې يې وکړې. دغه امريکايي اوس په ټولنيزو رسنيو خلکو ته مشورې هم ورکوي.

د جاپان دغه کارټون ((ماسټر روشي)) يو ډېر مشهور کارټون دى، چې ډېرى مينه وال لري او خلکو تر ډېره خوښاوه. دغه کارټون به ډېر خوندور کمالونه ترسره کول او هر وخت به يې د لوى طاقت ننداره وړاندې کوله، دا کارټون نه يوازې په جاپان کې مشهور و، بلکې په نوره نړۍ کې هم دې کارټون نوم پېدا کړى و او مينه وال يې درلودل.