fbpx

خپل فحش انځورونه او ويډيوګانې ډيليټ کړه

د بنګله دېش هېواد پوليسو په دغه هېواد کې يوې مشهورې اداکارې، ماډلې او د ټولنيزو رسنيو نوموتې څېرې ته ويلي دي، چې له ټولنيزو رسنيو څخه دې خپل هغه انځورونه او ويډيوګانې ليرې کړي، چې فحش يا نيمه فحش وي.

د رسنيو د راپورونو تر مخه، په بنګله دېش کې له تېرو څو اونيو راهيسې يو کمپاين پيل شوى دى، چې هدف يې له انټرنېټ څخه فحاشي ختمول دي. په دې لړ کې له تېرو څو اونيو راهيسې په انټرنېټ کې ډېرى شمېر اکاونټونه وتړل شول او يو شمېر وېبپاڼو باندې هم بندېز ولګول شو.

د بنګله دېش حکومت غواړي چې انټرنېټ د هر يو بنګله دېشي لپاره خوندي ځاى کړي، چې د ټولو امنيت پکې خوندي وي، په همدې برخ کې يې سايبر اېجسنۍ او پوليسو ته ځانګړى هدايت کړى دى، چې د داسې خلکو پر ضد ګامونه پورته کړي، چې په ټولنيزو رسنيو فحاشۍ ته وده ورکوي.

اېف اېف پي خبري اژانس په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې د بنګله دېش پوليسو د دغه هېواد ٢١ کلنې اداکارې، ماډلې او د ټولنيزو رسنيو نوموتې څېرې سانايي محبوب ته ويلي دي، چې خپل فحش انځورونه او ويډيوګانې دې له ټولنيزو رسنيو ډيليټ کړي. د دې لپاره پوليسو هغه حوزې ته بللې وه.سانايي محبوب ٣

پوليسو نوموړې ته ويلي دي، چې ژر تر ژره دې له خپل فېسبوک څخه خپل هغه انځورونه چې نيمه لوڅ وي ليرې کړي، همدا راز د خپل يوټيوب چېنل څخه دې هم هغه ويډيوګانې ډيليټ کړي، چې فحاشۍ ته وده ورکوي.

رسنيو ته د ډهاکې پوليسو د سايبر کرايم برخې مشر ناظم الاسلام ويلي دي، چې دوى دغه اداکارې ته ويلي دي، چې هر څه دې ژر تر ژره ليرې کړي. هغه زياتوي چې موږ د خلکو په ازادۍ باندې يقين لرو، خو هېڅ کله به چاته دا اجازه ور نکړو چې هغوى دې فحاشۍ ته وده ورکړي.

ناظم الاسلام وايي، چې په ټولنيزو رسنيو فحش مواد ډېر په اسانۍ د ماشومانو لاسونو ته هم رسېږي او دا د ماشومانو ژوند له تباهۍ سره مخ کوي. هغه وايي چې نور به دوى چاته اجازه ورنکړي، چې فحاشي خپره کړي.سانايي محبوب ١

ياده دې وي چې سانايي محبوب هغه بنګله دېشۍ اداکاره ده، چې تر ټولو په ټولنيزو رسنيو فعاله وي او خپل انځورونه او ويډيوګانې ډېرې خپروي. هغې ته په بنګله دېش کې د سيلفي انځورونو شهزادګۍ هم ويل کېږي.

سانايي محبوب زيات وخت داسې انځورونه او ويډيوګانې خپروي، چې نيمه لوڅه وي پکې، چې ځوانان يې ډېره خوښوي. هغه ډېر مهال په خپل يوټيوب چېنل په ژوندۍ بڼه هم راځي او له خپلو مينه والو سره خبرې کوي او د هغوى د پوښتنو ځوابونه ورکوي.

سانايي محبوب تېر کال د بنګله دېش په رسنيو کې هغه مهال نوم او شهرت ترلاسه کړ، چې يې په رسنيو کې وويل، چې د خپلې ښکلا د زياتولو لپاره يې د خپلو سينو يا تيونو سرجري کړې ده.