fbpx

افغانان د سویډنۍ نجلۍ جرمانه ورکوي

 

محصلې الین ارسون هغه سویډنۍ نجلۍ ده چې  په ۲۰۱۸ زیږدیر کال کې يې د یو افغان کډوال له سویډن څخه د اخراجیدو مخه ونیوله  له دې کار وروسته دا نجلۍ پرخواله رسنیو ډېره مشهوره شوه.

کیسه داسې وه چې  الین ارسون وروسته له هغه د اعتراض په ډول الوتکه کې پر چوکۍ نه کښېنستله چې فکر یې کاوه یو افغان په دې الوتکه کې له سویډنه ایستل کیږي.

الین د خپل اعتراض ویډیو له فېسبوکه په ژوندۍ بنه خپروله ویډیو کې لیدل کیږي چې د الوتکې کارکوونکي له هغې څخه غواړي چې پرخپل ځای کښیني او ویډیو بنده کړي، خو  الین وویل کچیري تاسې دا سړی افغانستان ته واستوئ وبه وژل شي.

هیڅکله به ږغ اهسته نکړم او  زیاته یې کړه چې د یوه کس د ژغورلو لپاره هرڅه کوي، ددې نجلۍ له دې اعتراضه وروسته ۵۲کلن افغان کډوال او د هغه ساتوونکی له الوتکې څخه کښته کړل شول.

د انسان دوستي او بشرپالنې په موډ کې د الین دا کار پرخواله رسنیو له خورا تود هرکلي سره مخ شو هرچا الین ستایله او شاباسی یې ورکاوه.

خو د سویډن دولت د تیر کال اکتوبر کې دا نجلۍ محکمې سره مخ کړه ځکه په قانوني توګه الین ددې هېواد د هوايي قانون او حقوق څخه سرغړونه او تېروتنه کړې وه.

الین په دې تور چې د پیلوټ غوښتنو او لارښوونو ته يې پاملرنه نه وه کړې د ۳۲۴ډالرو جریمې په ورکړې مجبوره شوه.

داچې جرمانه به څوک ورکړي د لته یې ولولۍ.

په سویډن هېواد کې میشتو افغانانو خبر ورکړی چې ددې نجلۍ د جرمانې پیسې ځکه دوی ورکوي چې له افغانانو سره یې خواخوږي ښودلې

سویډن کې یو خوستي وګړي داود غوښتنه کړې چې ددې نجلۍ پته پیداکړي او د جریمې په پریکولو کې ورسره مرسته وکړي ځکه په وینا يې کله چې يې ددې نجلۍ خواخوږي له افغانانو سره ولیدله ژړا ورغله.

داود ویلي چې حطمن به خپلې ځانګړې پیسې تردې نجلۍ پوري ورسوي.

عارف تلاش په جرمني کې هغه افغان دی چې ددې نجلۍ د جریمې د ورکړي ټټر يې وهلی او ژمنه يې کړې چې ددې خواخوږي سویډنۍ سره به مرسته کوي.

تلاش وايي تیار یم چې د افغان کډوالو څخه د دفاع په برخه کې له دې نجلۍ سره مرسته وکړم