fbpx

د (ټوټل دهمال) فلم لارښود: نه غواړم پاکستانيان خوشحاله شي

د ((ټوټل دهمال)) فلم لارښود او جوړونکى اندر کمار وايي، چې نه غواړم پاکستانيان خوشحاله يا په خندا ووينم، نو همدا لامل دى چې پرېکړه مې وکړه چې خپل نوى کامېډي فلم به په پاکستان کې نندارې ته نه وړاندې کوم.

د هند تر ولکې لاندې کشمير په پلوامه کې په هندي پوځيانو له بريد وروسته، چې په دغه بريد کې ٤٦ هندي پوځيان ووژل شول او پړه يې د جېش محمد ډلې ومنله، هند د پاکستان پر ضد ډېر قهرېدلى دى او د حکومت تر څنګ يې ولس هم د پاکستان پر ضد سخت ګامونه پورته کوي.

د هندي موسيقۍ شرکتونو د پاکستاني سندرغاړو سندرې له خپلو يوټيوب چېنلونو ډيليټ کړې، سلمان خان پاکستانى سندرغاړى عاطف اسلم له خپل فلم څخه وشړلو او همدا راز د هند حکومت رسماً په پاکستاني هنرمندانو بندېز ولګاوه، چې نور نه شي کولاى په هندي فلمونو او سريالونو کې کار وکړي، نو اوس د ((ټوټل دهمال)) فلم لارښود او جوړونکي اندر کمار په خپله تازه مرکه کې ويلي دي، چې نه غواړم پاکستانيان خوشحاله ووينم يا دې دوى وخاندي، همدا لامل دى چې خپل نوى کامېډي فلم ((ټوټل دهمال)) په پاکستان کې نندارې ته وړاندې کوم. هغه زياتوي، موږ يوازې خپلو خلکو ته خوشحالۍ ورکوو، پر دښمن مو خوشحالي پېرزو نه شي.

دا هم ولولئ: سلمان خان پاکستانى سندرغاړى له خپل فلم څخه وشړلو

اندر کمار وويل، چې د ((ټوټل دهمال)) فلم په پاکستان کې نندارې ته نه وړاندې کولو پرېکړه د اجي ديوګن وه. هغه زياته کړه، د پلوامه بريد نه وروسته د اجي ديوګن په ګډون د فلم ټول ستوري په دې ډول خپل احتجاج کوي، چې په پاکستان کې خپل فلم نندارې ته نه وړاندې کوو.

ياده دې وي چې څو ورځې مخکې اجي ديوګن هم په خپل ټويټر ليکلي و، چې حالاتو ته په کتو نه غواړو چې خپل نوى فلم ((ټوټل دهمال)) په پاکستان کې نندارې ته وړاندې کړو.

ياده دې وي چې که يو خواته د هندي فلمونو لپاره پاکستان هم يو مارکيټ دى، نو بلخوا پاکستاني سينماګانې هم په هندي فلمونو ابادې دي او ويل کېږي چې که چېرته په پاکستاني سينماګانو باندې هندي فلمونه بند شي، نو پاکستانۍ سينماګانې به له زوال سره مخ شي.

دا هم ولولئ: هند پر پاکستاني هنرمندانو بندېز ولګاوه