fbpx

سپینه ماڼۍ: په سوریه کې به څلور سوه پوځیان پرېږدي

سپینه ماڼۍ وایي، خپل څلور سوه پوځیان به په جګړه ځپلې سوریه کې پرېږدي. تر دې یوه ورځ مخکې د پنجشنبې په ورځ د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز ویلي وو چې د سوله ساتو ځواکونو دوه سوه کسیزه ډله به په سوریه کې د یوې مودې په مخه دېره وي.

 د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې د خپل نوم له یادولو یې ډډه کړې، پرون وویل چې دا شمېره بدله شوې او څلور سوه امریکایي سرتېري به د سوریې په شمال ختیځ کې پاتې شي

 په دې برخه کې وضاحت نه دی ورکړل شوی چې دا شمېره ولې بدله شوې ده. د کردانو په مشرۍ په سوریه کې ډموکراټیکو ځواکونو د امریکا د دې پرېکړې هرکلی کړی چې خپل یو شمېر پوځیان په سوریه کې پرېږدي.

 دې ډلې ویلي دي چې د واشنګټن دا هڅه ښایي د امریکا په مشرۍ د ایتلاف نور غړي هم وهڅوي چې یو شمېر پوځیان په سوریه کې پرېږدي.

د دې ترڅنګ امریکا له افغانستانه هم د امریکایې پوځیانو د وتلو خبر  ورکړی و خو لاهم  امریکایې پوځیان په افغانستان کې مېشت دي امریکا استازي نږدې دوه ورځې وروسته د قطر په دوحه کې له طالب استازو سره ګډه ناسته لري.

ممکن امریکا د طالب استازو سره د موافقې وروسته د امریکایې پوځیانو د وتلو کره نېټه هم په دې ناسته کې اعلان کړي.