The news is by your side.

پاکستان ته د ذ، م جاهد ځنډلی خو ښه ځواب

خبريال ويب پاڼه/ د پاکستان او تالبانو ترمنځ نور د خونړيو څرګندونو تمه کيدلی شي د ذ م جاهد له ځنډيدلي ځوابه داسې ښکاري چې ترمنځ ترينګلتيا رامنځته ته شوې.
د پاکستان لومړي وزير عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د داعش په هکله وويل چې له افغانستانه پاکستان ته ځي او دوی ته له افغانستانه ګواښ متوجې دی، هغه مهال د ټول افغانستان په استازيتوب يوازي حامد کرزي د عمران خان سخت ځواب وکړ خو دا چې اوس د تالب او پاکستان اړيکې خرابې شوې نو د تالبانو وياند راسا پر پاکستان ګذاره وکړ. تالبانو وياند وويل چې د داعش خطر له پاکستانه افغانستان ته متوجې دی، هغه د عمران خان مقابل کې همدا څرګندونې وکړې او و يې ويل چې داعش دومره هم نه دی چې له دې ځایه د بهرنیو هېوادونو امنيت وګواښي.
هغه وويل، دوی د داعش لپاره بس دي خو تور يې پوري کړ چې داعش افغانستان ته د پاکستان له لوري ورځي.
نن چودري څه وويل؟
فواد چودري د ښځو په هکله د تالبانو نوي قوانين چې نجونې زده کړې نه شي کولی يوازي سفر نه شي کولی او نور… د شاتګ نظريه بللې او دا يې د پاکستان لپاره خطر ګڼلی.
هغه وويل چې د پاکستان کيڼ او ښي اړخ ته دوه تندروه رژيمونه راغلي چې يو طرف ته يې افغانستان دی چیرته چې هلته تالبان واکمن دي.
د ده په وینا موږ د افغانستان د خلکو مرسته او ملاتړ کوو خو تالبانو ويلي چې دلته نجونې ښوونځيو ته نشي تلی يوازي سفر نه شي کولی کار نه شي کولی دا ډول فکر د پاکستان لپاره خطر دی.
کله چې چودري د ښي او کيڼ خبره وکړه نو يو طرف ته يې هند او بل ته يې افغانستان وښود، د ده په وینا دواړو طرفونو ته تندروه ورته ځای پرځای شوي او دا دواړه متشدد سوچونه دي د دې دواړو سره چې کومه جګړه ده دا د پاکستان اصل جګړه ده او پاکستان به دا جګړه ترسره کوي.
که څه هم داسې هیڅ فکر نه کیدی چې پاکستان دي دومره ژر تالبانو ته ګواښونه پيل کړي خو داسې وشول تندروه او د جګړې اعلان يې ورته وکړ، له کومې ورځې چې پر ډيورنډ لاین باندې د تالبانو او پاکستان ترمنځ ترينګلتيا وي رامنځته ته شوې له هغې ورځې پاکستان غواړي چې تالبان و ګواښي او په بد نوم يې ياد کړي.

Comments are closed.