The news is by your side.

کندهار کې یو ښوونکی د لوږې له امله مړ شوی

خبریال وېب پاڼه: د تالبانو له راتګ وروسته ورځ تربلې په هېواد کې د فقر او بېکارۍ کچه لوړېږي.

تازه په کندهار ولایت کې د پاخه عمر لرونکي یوه ښوونکي د لوږې له امله ساه ورکړې ده.

ځايي سرچینې وایي، چې مړ شوی ښوونکی الله نظر نومېده او د ظاهرشاهي لېسې برحاله ښوونکی وو.

د هغه هم سن ملګري وایي، نوموړي د بېوزلۍ له امله په کور کې څه نه لرل او درې ورځې کېدې څه یې نه وو خوړلي.

د ملګرو په وینا یې کله چې دوی خبر شول روغتون ته یې ورساوه، خو ساه یې ورکړه.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم سخت خلک دردولي او له تالب مشرانو غواړي چې یا خلکو ته کاري زمینې برابرې کړي او یا دې واک پرېږدي.

دا ښوونکی داسې مهال ساه ورکوي، چې بل لورته نن تازه په کابل کې مېرمنو د بېوزلۍ او لوږې له امله لاریون کړی وو.

دا مېرمنې که څه هم ظاهرا د تالبانو په فرمایش راټولې شوې وې، خو بل لورته یې بیا د لوږې له بیانوونکي شعارونه  تالب مشرانو ته پيغور بڼه درلوده.

دا یواځینی ښوونکی نه دی، چې د لوږې له امله ساه ورکوي، بلکې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ښوونکي او عام خلک له سختې لوږې سره مخ دي او ډېری یې د مرګ او ژوند ترمنځ شېبې شمېري.

عام خلک وایي، بیا به تالب مشران ادعا وکړي، چې څوک له لوږې نه مري. که مري نو واښه دې وخوري هغه خبره چې خلک یې سخت دردولي دي.

Comments are closed.