The news is by your side.

روسيې پر تالبانو باور ونکړ او مهمه پريکړه يې وکړه

خبريال ويب پاڼه/ د تالبانو د رژیم وياند ذب ح الله م په خپلو تازه څرګندونو کې روسیې ته ډاډ ورکړ خو هغوی پرې باور ونکړ.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره د کتنې په ترڅ کې د افغانستان څخه زياته اندېښنه څرګنده کړه او ورته يې وویل چې دوی له افغانست کې وويل چې افغانستان اوس امن دی او د دې هېواد خاوره به هيڅکله د کوم هېواد پر ضد استعمال نه شي.
خو اوس تازه یوځل بیا را روسيې د افغانستان په هکله او دوی ته د مواجې خطر په هکله انديښنه څرګنده کړې ده.
تازه يو ځل بيا د روسیې هېواد بهرنيو چارو وزارت ویلي چې ‌له افغانستانه سيمې ته د ترهه ګري د پراخيدو اندېښنه يې لا پر ځای ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستيال الیګ سیرومولتوف وويل که څه د ترهه ګرۍ د نه خپريدلو په هکله تالبانو ډاډ وړ کړی خو بيا هم له افغانستانه سیمې ته د ترهه ګرۍ د پراخيدو حالت ته په اندېښنه کې دی.
هغه پر تالبانو او څرګندونو يې باور ونکړ او و يې ويل چې حتمي منځنۍ اسيا او دوی ته د ترهه ګرو ډلو د ورتګ خطر زيات دی.
روسیې له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان هېواد کې خپلې پوځي اډې مضبوطې کړې او د تاجک ځواکونو په مجهز کولو يې هم لاس پوري کړی دی.
‌تالبانو په خپلو راتګ نه يوازې چې روسیې بلکې ټولو هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې اوس له افغانستانه هیچا ته خطر نه دی مواجې او د دې هېواد خاوره به د هيڅ يوه هېواد پر ضد استعمال نه شي.
خو نړيواله ټولنه بيا پر تالبانو هیڅ باور نه کوي ځکه دوی وايي چې تالبان تر اوسه خپله يوه ياغي ډله کيدلی شي چې خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شي.

Comments are closed.