fbpx

افغانې هنرمندې د فلم د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه وګټله

افغانې هنرمندې او فلمي لوبغاړې لینا علم د تانزانیا د زیتو سینمایي فلم په نړیواله جشنواره کې د غوره ښځینه فلمي لوبغاړې جایزه وګټله. آغلې علم ته دا جایزه د (رییس جمهور ته لیک) فلم کې د غوره رول لوبولو په موخه ورکړل شوه.

یادې جایزې ته د بالي ووډ د سینما مشهورې لوبغاړې دپيکا پاډوکون په ګډون یو شمېر نورې ستورې هم نوماندې وې، د زیتو سینمایي فلم جایزې پرون شنبه ګټونکو ته ورکړل شوې.

په دغه ٥٣ ورځنۍ جشنواره کې د افغانستان په ګډون د چین، استونیا، هند، ایران، اېټالیا، اندونیزیا، نایجيریا، کېنیا، سوېلي افریقا، جنوبي کوریا، اسپانیا، تانزانیا، ټایلېنډ، فلپین، ترکیه، کاناډا او زیمبابوی فلمونه نوماندان و.

د (رییس جمهور ته لیک) د فلم د غوره صحنې غوره نارینه لوبغاړی، غوره ښځینه لوبغاړې، غوره ډایريکټر او د صحنې غوره لوبغاړي نوماندان و.

دا هم ولولئ:

هند پر پاکستاني هنرمندانو بندېز ولګاوه

د (ټوټل دهمال) فلم لارښود: نه غواړم پاکستانيان خوشحاله شي

خپل فحش انځورونه او ويډيوګانې ډيليټ کړه

لینا علم، چې په ١٩٧٨ کې په کابل کې زېږېدلې، په ١٩٩٨ کال کې د سینما ډګر ته راووتله. تر دې دمه یې په لسو فلمونو کې کار کړی دی او جایزې یې ګټلې دي. د نوموړې په مشهورو فلمونو کې (کابلي ماشوم)، (تور پتنګ)، (خاک و مرجان) او (رييس جمهور ته ليک) شامل دي.

د افغانستان

لينا علم د (رییس جمهور ته لیک) فلم کې د فلم مرکزي رول درلود، د یاد فلم د کیسې لیکوونکي رویا سادات او فلم جوړونکی یې افغان دی .

یاد فلم نوي دقیقې دی، په افغانستان کې د ښځینوو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض په هکله جوړ شوی دی، چې تر دې وړاندې یاد فلم نورې جایزې هم ګټلي دي.