The news is by your side.

م،م د افغانستان دايمي استازي تالبانو ته د خبرو شرايط وړاندې کړل

خبريال ويب پاڼه/ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې دوی غواړي تالبانو سره خبرې وکړي.
فايق وويل چې له تيرو څلورو مياشتو راهيسي يې تنخوا نه ده اخيستې او د افغانستان لپاره دی او کارکوونکي يې کار کوي.
فايق موده وړاندې په ملګري ملتونو کې د افغانستان د پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي پر ځای کله چې هغه استعفا وکړه کار پيل کړ.
فايق دا دنده د قانون له مخې پيل کړه او د دې استازولۍ مستشارهم وو.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي چې له تالبانو او همدارنګه د مقاومت جبهې سره هيڅ اړيکه نلري، خو په نورو هیوادونو کې له افغان ډيپلوماتانو سره مشوره کوي او دغه دنده مخته وړي.
فايق د تالبانو په هکله وویل چې چې د تالبانو په هکله د ملګرو ملتونو ليدلوری روښانه دی، او څو چې تالبانو د حکومتولي په کردار کې د ښځو او بشري حقونو برخه کې ژمنتیا او پاملرنه نه وي کړې او له تروريستي ډلو سره يې د مبارزې برخه کې ګامونه نه وي پورته کړي، نو هيڅ کله به يې نړيواله ټولنه په رسميت ونه پيژني.
د تالبانو غبرګون
تالبانو د فايق د خبرو په هکله ټينګ غبرګون ښودلی او ويلي دي چې دا د هغه شخصي نظريه ده.
تالبانو له خپله پلوه سهېل شاهین د ملګرو ملتونو دايمي استازولۍ ته معرفي کړی چې ملګرو ملتونو ونه مانه.
خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي چې د ښاغلي فایق خبرې د هغه شخصي نظر دی او هغه ملګرو ملتونو کې د ټولو افغانانو استازولي نه کوي.
له هغه وروسته سهیل شاهین څوځله له ملګروملتونو څخه وغوښتل چې د افغانستان څوکۍ بايد دوی ته ورکړي ځکه دا د دوی او افغانانو حق دی.

Comments are closed.