The news is by your side.

سږکال د کندهار پر اتيا سلنه ځمکه کوکنار کرل شوي

خبريال ويب پاڼه/ روان فصل چي د کښتونو لپاره د تياري وخت دی او ټول کروند ګر خپلي مځکي کښتونو ته اماده کوي.
د کندهار په ژړۍ، پنجوايي، ميوند، شاولي کوټ، خاکرېز، ماينشين، ارغستان، غورک، نيش او په ځينو نورو ولسواليو کي پر پراخو مځکو کوکنار کرل سوي.
کروندګر وايي سږ کال يې ځکه د کوکنارو کښت ډېر کړی چي دوی فکر کوي طالبان به یې په راتلوونکي کال کي پر دغه کښت بنديز ولګوي.
د ميوند ولسوالۍ د سوربغل په سیمه کي د جان محمد په نوم د يو بزګر کروندې ته ورغلو چي پر شاوخوا دوه جريمه مځکه یې کوکنار کرلي.
۵۲ کلن جان محمد چي د سلور برق په ذريعه يې د باوړي په اوبو کرونده اوبه کول موږ ته وويل چي دا کښت یې د ګټي د پاره کرلی خو په وطن کي وچکالۍ ناهیلي کړی دی.
دده په خبره مخکي یې پر دې مځکه غنم او پياز کرلي چي ددواړو کښتونو حصول د مالي تاوان سره مخ کړی او د کوکنارو د سږ کال د کښت حاصل ته هم ډېري هيلي نلري.
ده وويل (( ما تېر کال غنم او پياز کرلي وه، پياز يو پارسل په ۳۰ افغانۍ موږ په بازار کي خرڅوی چي د تيلو پيسې يې نه ګټلې اوس وچکالۍ نااميده کړي يو. د کوکنارو کښت امبار او د اوبو لپاره د تيلو خرڅ نه برابروي، په ډېرو سيمو کي د اوبو برمې هم وچي سوی دي، که د کوکناروحاصل ښه وه نو لږ ګټه به وکړي کنه نو بيا به تاون کوو)).
هلمند او کندهار د تاریاکو دکښت او حاصل لوی مرکزونه بلل کيږي.
په تېر کي هم ډېر داسي راپورونه خپاره سوي ول، چي طالب وسله وال د همدې کښته مالي حمايه کيږي. په تېر نظام کي هم تارياک ډېر د طالب وسله والو تر ولکې لاندي سيمو کي کرل کېدل.
اوس چي طالبان پر افغانستان واکمن سوي، د کوکنارو کښت او د ترياکو پير او پلور عام سوی دی او قيمتونه یې هم دوه برابره لوړي سوي دي.
د کندهار د ميوند ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کي اونيز بازار (ګنج) ته ورغلو.
په دې بازار کي تر ۳۰ زيات دوکانونه ول، چي په سپینو يو کيلويي کڅوڼو کي تارياک په عامه خرڅول.
موږ په دې بازار کي د تېر نظام د پوليسو په رنجر موټرانو کي طالب ساتونکي هم څو ځايه وليدل چي د بازار امنيت یې نیولی و.
۴۸ کلن حاجي يوسف چي په دې بازار کي يې پر درې ګزي تارياک خرڅول تر چای څښولو وروسته يې خبريال ته وويل.
(( په اوس وخت کي د کروندګرو لويه ګټه همدا کښت دی، بدبختانه چي په اوس وخت کي يې هم ګټه د کروند ګر او خرڅونکي پر ځای قاچاقبر وړي. اوس د تارياک يو کيلو په شاوخوا ۷۰ زره کالداري دی مخکي به مو ۲۰ زره کالداري خرڅوی، تر اوسه خو طالبانو موږ ته ددې کښت د بندېدو په اړه څه ندي ویلي)).
په کندهار کي د کوکنارو د کښت او په دې اړه د طالبانو د ستراتيژي په اړه مو د کندهار د نشه يي توکو سره د مبارزې ادارې سره د خبرو کولو وخت وغوښت خو هغوی د مصروفيت بهانه کول او خبرو کولو ته حاضر نه سول.
خو په کندهار کي د کرهڼي او مالداري رياست مسولينو راته وويل، چي سږ کال په کندهار کي پر شاخوا ۸۰ سلنه مځکه کوکنار کرل سوي چي دا فيصدي تر بل هر وخت ډېره ده.
په همدې حال کي په ملګرو ملتونو کي د نشه ‌يي توکو پر وړاندي د مبارزې څانګه وایي، چي په افغانستان کي د وروستیو بدلونونو څخه وروسته، په تېرو دوو میاشتو کي د نشه‌ يي توکو بیې دوه برابره لوړي سوي دي او وړاندوینه کوي چي سږکال به په افغانستان کي شاوخوا ۳۰۰ ټنه هیرویین تولید سي.
د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کي راغلي (( په افغانستان کي د تېر اګسټ سیاسي ناکرارۍ سره، د اپیمو بیه د مۍ میاشتې پرتله دوه برابره لوړه سوې)).

Comments are closed.