The news is by your side.

ملا يعقوب د پاکستان پر وړاندې سرحدي مسولینو ته تازه سپارښتنې کړې

خبريال ويب پاڼه/ په دې وروستیو کې له پاکستان سره سرحدي ترينګلتيا وي زياتي شوې او ان جګړې هم رامنځته شوې دي تالب وزير خپلو سرحدي مسولينو تازه سپارښتنې کړې او هغوی يې زيات ستايلې دي
، دتالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد يعقوب کندهار ولایت ته تللی او هلته يې له قول اردو څخه ليدنه کړې.
د تالبانو د دفاع وزارت ويلي چې د دفاع سرپرست وزیر کندهار ته تللی او هلته يې د تالبانو او بيا د سرحدي مسولینو هڅې ستايلې.
ملا يعقوب زياته کړې چې د ا،ا ځواکونه باید نور هم خپلو دندو ته متوجې شي او کارونو ته زيات دوام پسې ورکړي.
ملا يعقوب په ۲۰۵ قول اردو کې په ځانګړي ډول د پوله ساتو کسانو ستاينه وکړه او ورته يې وويل چې تاسې اتلان ياست.
د تالبانو له واکمنۍ را په دې خوا له هغه تيري کوونکو هېوادونو سره چې ډ افغانستان خاورې ته يې ناوړه سترګه د تالب محلي مسولينو له لوري اړيکې خرابې شوې او تراوسه يې له پاکستان او ايران سره سرحدي نښتې هم رامنځته ته شوې.
د ننګرهار پر شلتن ولسوالۍ د پاکستان راکټي بريدونه، پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګول د‌تالبانو او پاکستان د اړيکو خرابيدو لامل شو.
تالبانو ويلي چې پاکستان ته پرډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو اجازه په هيڅ صورت نه ورکوي هغوی تيره ورځ هم په نيمروز ولايت کې د هغه پاکستاني ځواکونو چې پر ډيورنډ يې اغزن تار لګول مخه نيولې.
پاکستان څه وايي؟
پاکستان تر دې وړاندې د دې موضوع په هکله ويلي وو چې له تالبانو سره په همغږي غواړي د اغزن تار لګولو پروژه پای ته ورسيږي خو تالبانو بيا د پاکستان دا ادعا رد کړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وويل چې تالبانو سره په توافق به پر ډيورنډ کرښه باندې د اغزن تار لګولو پروژه پای ته رسوي هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د تالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې رامنځته شوې

Comments are closed.