The news is by your side.

کابل: د پاسپورټ ریاست د امنیتي ستونزو له امله وتړل شو

خبریال وېب پاڼه: د کابل د پاسپورټ ریاست یوځل بیا د امنیتي ستونزو له امله وتړل شوه.

دا د تالبانو له راتګ وروسته درېیم ځل دی، چې د پاسپورټ ریاست تړل کېږي.

د یاد ریاست رئیس عالم ګل ح قاني وایي، چې دوی هڅه کوي ژر بېرته یاد ریاست پرانېزي او فعالیت پيل کړي.

نوموړی که څه هم مشخص وخت نه دی ښودلی، خو زیاته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د پاسپورټ ریاست بېرته فعالیت پيل کړي.

د کابل د پاسپورټ رئيس همداراز زیاتوي، چې پنجشنبه په تېر کې تالب سرتېرو ته ځانګړې شوې وه، خو په خبره یې اوس دا ورځ لغوه شوه.

سرچینه وایي، چې له دې وروسته به د پنجشنبې په ورځ د پاسپورټ ریاست رخصت وي.

یاد ریاست وروسته له هغه د درېیم ځل لپاره تړل کېږي، چې لاهم زرګونه افغانان په دې تمه دي، چې ژر به خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.

د پاسپورټ غوښتونکي وایي، لومړی ځل د تالبانو راتګ، دوهم ځل په یاد ریاست کې چاودنه او په درېیم ځل د امنیتي ستونزو له امله یې دا دی شاوخوا ۵ میاشتې کېږي کارونه ځنډول کېږي.

بل لورته بیا نظامي شنونکي تالبان د امنیت په ټینګښت کې پاتې بولي.

دوی وایي، تالبانو یواځې په یوې چاودونې یوه ورځ رخصت کړه او په خبره یې که حالت همداسې دوام وکړي ښايي، ټوله اونۍ په دې ډول رخصت کړي.

عام خلک هم د پاسپورټ ریاست د وخت نا وخته بندېدو ته اندېښمن دي او هیله کوي، چې دا ستونزه به ژر حل شي.

Comments are closed.