fbpx

هندي الوتکو د پاکستان پرخاوره بمبار کړی

 

وروسته له هغه چې د پاکستان او هندستان هېوادونو ترمنځ کړکېج زیات شو نن یو شمېر سرچینو داسې راپورونه خپاره کړل چې هندي الوتکو د پاکستان پرخاوره بمبار کړی.

پا کستان ویلي چې هند په دې کار سره قانون ماتوونه کوي او د ټولو هوکړو خلاف عمل يې ترسره کړی.

د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په غیري قانوني توګه ددوی پر خاوره برید کړی دی د پوځ په بیان کې ویل شوي هندي الوتکي له کنټرول کرښې ورهاخوا د ټول شته قوانیون پر ضد د پاکستان پرخاوره بمونه غورځولي دي.

بیان لیکي دا بریدونه د جمو کشمیر په سیمه کې شوي او خلکو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده چې په وینا يې یوه غیري قانوني کړنه او د ټولو هوکړو خلاف عمل دی.

د پاکستان پوځ ویاند اصف غفور د غه پیښه تاید کړې خو د تلفاتو په هکله يې څه نه دي ویلي

پاکستان له نړیوالو څخه غوښتي چې د هند ددې برید په هکله دي عکس العمل وښيې او دې قانونو  ماتوونې ته دي اجازه نه ورکوي هغوی هند ددې برید وروسته په نړیوال نقض تورن کړی.

د هند او پاکستان دې کړکېچن حالت ته په کتو شننونکي په دې باوردي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نژدې ده چې جګړه رامنځ ته شي، ځکه حالت ډېر خراب او هند پاکستان ته په قهر دی.

تردې وړاندې درې ځله ددې سیالو اټومي قدرت هېوادونو ترمنځ جګړې شوي او له هغه راهیسې د اړیکو ترینګتیا پرځای پاتي ده،

ددې جګړو په ترڅ کې پاکستان د نورو تاوانونو سره سره یوځل غټ تاوان هم ولیده چې  په ترڅ کې يې بنګلدېش هېواد ترې بیل او مستقل هېواد شو په دې جګړه کې پاکستان سخته ماتې وخوړه او زیات شمېر پوځیان ووژل شول، ژوبل شول او تسلیم شول.

وروسته له هغه چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر هندي پوځیانو مرګوني ځانمرګی برید ترسره شو او پکښي ۴۰ هندي پوځیان ووژل شول ددې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي خرابې شوې.