fbpx

یو بندي ۳۸ کاله وروسته بې ګنا ثابت شو

 

کرګ کولي چې د کلفرنیا ایالت اوسیدونکی دی دداسې جرم په تور چې ده غریب نه وو ترسره کړی اته دیرش کاله زندان تېر کړ.

د غه ښاغلی په ۱۹۷۸ میلادي کال د خپلې میرمنې او  زوی د وژلو په تور زندان ته ولیږل شو چې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال د ډي این اې مایناتو ثابته کړه چې نوموړی بې ګنا دی.

دې سړی د کلفورنیا په تاریخ کې تر ټولو اوږد بند تېر کړی کله چې زندان ته تلی ۳۳کلن ځوان وو  خو اوس يې ویښتان سپین او ۷۱ کاله عمر لري.

کله چې دده بې ګناهي باثته شوه دولت ورسره څه وکړل؟

کولي ته اوس ۲۱ میلیونه ډالر ورکول شول ځکه نوموړی بې ګنا وو دی به اوس دغه ناغه ورکړل شوې پیسې په دې تیر عمر کې څه په وکړي؟

کرګوک کولي د کلیفورنیا سیمې ولي ښارکې له محکمې بهر تړون له مخې واخیستل ددې سیمې مشر اریک لویت وايي که هرڅومره پیسې کولې ته ورکړل شي، د هغه څه ځواب نشي ویلای ځکه ده ته ډېر څه پیښ شوی، خو داسې احساسوو چې دا کار د هغه او ټولنې لپاره ښه دی.

کرګ کولي د ویټنام جګړې سرتیری هم تیرشوی دده میرمن زنداني شوې وه او مړی يې د زندان اپارتمان کې موندل شوی وو، چې زوی يې هم په دې برخلیک اخته شوی وو.

هغه وخت کې محکمې  ددې وژنو په بدل کې کرګ تورن ثابت کړ او د نه بخښنې په عمري قید  بند يې محکوم کړ.

یو امریکايي څارنوال مایک بندر د کرګ کولي دوسیې ته د ۱۹۸۹ میلادي کال کې د شک په سترګه وکتل او څېړنې يې پیل کړې.

څارنوال بندر رویټرز اژانس ته ویلي دې سړی یوازي ژوند غوښتی او بل هیڅوک دده ځای نشي نیولی.

کولي وروسته لاس انجلس ټایمز ته وویل هیڅ نشم ویلی بس دومره چې ډیر در دوونکی وو پرخپل زوی او میرمن مین وم خو څلور لیزې مې ددوی په وير ونه ژړل.