fbpx

هند وايي د جیش محمد مرکز يې تبا کړی

 

وروسته له هغه چې راپورنه نشر شول چې هندي الوتکو د پاکستان ولکې لاندې جمو کشمیر کې تیره شپه هوايي بمباري کړې او سخت دریځي يې په نښه کړي پاکستان ویلي چې هندستان له ټولو هوکړو سرغړونه کړې.

خو اوس تازه هندي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې د خپلو پوځي  الوتکو په مټ يې د جیش محمد ډلې یو لوی مرکز ویجاړ کړی چې پکښي ځانمرګي او ترهګر روزل کیدل.

د هند بهرنیو چارو سکرتر وی جی ګو کهالی د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د پاکستان خاوره کې د جیش محمد ډلې پر مرکز يې دا برید د استخباراتي مالوماتو پرمټ تر سره کړی، هغه وايي دا مرکز د جیش محمد ډلې د مشر مولانا مسعود اظهر، د اخښي مولانا یوسف وو.

د غه هندي چارواکي وايي داسې خبر ورته رسېدلی وو چې  جیش محمد د نورو بریدونو پلانونه هم هند هېواد کې لري ځکه نو وار له مخه په نښه شول، هغه دعوه وکړه چې د غه ترهګري ډلې د حکومتي ملاتړ پرته یوازي فعالیت نشي کولای، جي کهالي دغه بریدونه یوه اړتیا وبلل ځکه په وینايي پاکستاني دولت يې پر ضد هیڅ اقدام نه ترسره کاوه.

د فیبروري په ۱۴ نېټه د هند په پلوامه سیمه کې پرهندي ځواکونو ځانمرګي برید ۴۰ هندي پوځیان ووژل چې وروسته له هغه هندي پوځي او دولتي لوړ پوړو چارواکو ددې برید د غچ اخیستلو دعوه وکړه، هندي دولت ددې برید وروسته د پاکستان دولت تورن کړ، چې له ترهګرو سره همکاري کوي او ددې برید په طرحه او پلان کې د ای ایس ای لاس دی.

خو پاکستاني دولت د هندستان د غه راپورونه رد کړي

تیره شپه هندي الوتکو د پاکستان کرښې ته دننه پر یو شمېر ځایونو بریدونه کړي چې په وینا يې د ترهګرو پټځایونه يې په نښه کړي او له  منځه يې وړي دي.