The news is by your side.

د ډيورنډ د نه منلو له کبله پاکستان پرتالبانو باور له لاسه ورکړی

خبريال ويب پاڼه/ ايکسپرس تربيون پاکستانۍ رسنۍ د د پاکستان او تالبانو يارانه څېړلې او ويلي يې دي چې دواړه ياران خراب تراب دي.
پر ډيورنډ کرښه باندې د تالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ ترينګلتيا وي د دې مطلب اصلي هدف دی.
په تربيون ورځپاڼه کې د مطلب ليکوونکي پاکستان ته مشوره ورکړې چې تالبان د باور وړ نه دي ځکه دوی ډيورنډ د رسمي کرښې په توګه نه پيژني او نه به يې هم وپيژني.
سرچينې زياته کړې چې پاکستان ته په کار ده چې له دې وروسته پر افغان تالبانو باور و نکړي او د دوی له ملاتړه دي لاس واخلي.
وروسته چې د پاکستان پر دې باور شو چې تالبان پر ډيورنډ کرښه باندې له دوی سره کومه لاره نه وړي نو دې ډلې ته يې خپله ژوره اندیښنه د اغزن تار لګولو د راولاړې شوې ستونزې په هکله شريکه کړې خو دا يې نه دي ويلي چې څه ځواب یې ترلاسه کړ.
پاکستان تالبان او د ډيورنډ کرښه
د ډيورنډ فرضي کرښه چې د افغان ملت پر زړه را کښل شوې لسګونه کلونه کيږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ يوه معضله پاتي ده افغانستان کې د هر بدلون په راتګ سره پاکستان کوښښ کړی چې دا کرغېړنه کرښه د يو رسمي سرحد په توګه ومنل شي خو افغانستان کې هر حکومت له دې کاره انکار کړی.
د اوس لپاره چې تالبان واک ته ورسېدل او پاکستان پر دې کرښه تحرکات زيات کړل نو سمدلاسه يې تالبانو د مخنيوي لارې چارې پيل او د پاکستان مخنيوی کوي چې دا هېواد یې مايوسه کړی.
اوس چې پاکستان په دې پوی شوی چې تالبان پر لاره ورسره نه ځي نو هرو مرو دې ډلې ته د ستونزو پيدا کولو لپاره لارې چارې لټوي، د افغانستان د راتلونکي لپاره اندېښنې ځکه موجودي دي چې په دې هېواد کې به يو ځل بيا د پاکستان نيابتي جګړه پيل او قرباني به يې افغان ملت ورکوي.
پر ډيورنډ کرښه باندې تر اوسه پوري د تالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې او په ډيرو ولايتونو کې تالبانو له پاکستاني عسکرو اغزن تار او مهمات هم نيولي.

Comments are closed.